کورپاڼه / اسلام / حديث: چا چې د الله تعالى د کتاب يو آيت چاته وښود…
حديث

حديث: چا چې د الله تعالى د کتاب يو آيت چاته وښود…

رسول الله ﷺ فرمايي:

((هر سړى چې خپل ورور ته يې وويل: اې کافره! نو پر دغې کلمه يو له دې دواړو اخته شو، که هغه بل سړى دغه ډول و، لکه څه ډول چې ده ويلي (نو ښه ده)، او که نه نو بېرته به پر ويونکي راستنېږي.))

صحيح مسلم

رسول الله ﷺ فرمايي:

((کله چې په تاسې کې يو تن خوراک کوي نو په ښي لاس دې وکړي او کله چې څښاک کوي نو په ښي لاس دې وکړي، ځکه شېطان خوراک او څښاک په چپ لاس کوي.))

صحيح مسلم ٢٠١٩

رسول الله ﷺ فرمايي:

((چا چې د الله تعالى د کتاب يو آيت چاته وښود، نو تر څو چې دغه آيت لوستل کېږي ده ته به يې اجر رسېږي.))

السلسلة الصحيحة ١٣٣٥

رسول الله ﷺ فرمايي:

((کله چې (له الله تعالى) غوښتنه کوئ نو ډېر څه وغواړئ، ځکه تاسې له خپل (غني او واکدار) رب څخه غوښتنه کوئ.))

صحيح الجامع ٤٣٧

رسول الله ﷺ فرمايي:

((مسلمان د مسلمان ورور دى، نه به پرې خپله ظلم کوي، نه به يې بل چاته يوازې پرېږدي او نه به يې سپکاوى کوي.))

صحيح مسلم

رسول الله ﷺ فرمايي:

((د منافق له نښو څخه درې دي: کله چې خبرې کوي درواغ وايي، کله چې وعده وکړي خلاف کوي او کله چې ورسره امانت کېښودل شي خيانت کوي.))

صحيح مسلم

Loading...

دا هم ولولئ

هغه یوه ګناه چې په سبب یې دعا نه قبلېږي

دعا د عبادت مغز دی او ډېر کسان پخپلو عباداتو کې دعا ته ځانګړی ځای …