کورپاڼه / خبرونه / پاکستاني کرکټر شعېب ملک ټکر کړى
شعېب ملک

پاکستاني کرکټر شعېب ملک ټکر کړى

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او الراونډر لوبغاړي شعېب ملک موټر ټکر کړى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، تېره شپه د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) د ډرافټ مراسمو څخه وروسته کله چې شعېب ملک بېرته کورته ستنېده، نو په لاره کې يې ټکر کړى دى.

د شعېب ملک د سپورټ کار د سرک په سر د يوې ټرک سره لګېدلى دى. د هغه د موټر مخکينۍ برخه ټوله خرابه شوې ده، خو شعېب ملک نه دى ټپي شوى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د پېښې وروسته هغه د پېښې له سيمې د يو بل چا په موټر کې کور ته تللى دى.

د شعېب ملک موټر

نوموړي وروسته په خپل يو پېغام کې مينه والو ته خبر ورکړى دى، چې زه بېخي روغ يم.

د شعېب ملک د موټر عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، چې خلکو فکر وکړ، شعېب ملک به هم ژور ټپي وي، خو هغه وايي، چې زه روغ يم او په ټکر کې نه يم ټپي شوى.

هغه د خپلو مينه والو نه هم مننه کړې ده، چې د هغه د روغتيا پوښتنه يې کړې.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز خپله دویمه سویلي افریقا ته وبایلله

د تېر شل اوریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز په روان نړیوال جام کې …