کورپاڼه / سياست او روانې چارې / مسلميار: موقت حکومت د هېواد په ګټه نه دى
فضل هادي مسلميار

مسلميار: موقت حکومت د هېواد په ګټه نه دى

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وايي، چې موقت حکومت د هېواد په ګټه نه دى او د واک د انتقال قانوني او معقوله لار هم نه ده.

په دې وروستيو کې د سولې خبرو د چټکېدو سره سم د موقت يا لنډمهالي حکومت په اړه هم غږونه پورته شوي دي او د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار په ګډون يو شمېر سياستوال د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي.

خو ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ له سي اين اين سره په يوه مرکه کې يو ځل بيا په واضح ډول وويل، چې واک به د ټاکنو له لارې منتخب ولسمشر ته سپاري او له هغه پرته يې نه پرېږدي.

اوس تازه د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وايي: ((د موقت حکومت د جوړېدو په اړه مې دريځ څرګند دى، موقت حکومت د هېواد په ګټه نه دى او د واک د انتقال قانوني او معقوله لار هم نه ده.))

ښاغلي مسلميار په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي: ((موقت حکومت د هېواد په خیر نه ګڼم او سمه لاره نه ده په دې اړه مې دريځ له پخوا څرګند دی، د سولې مذاکراتو په پایله کې داسې بدلون ته اړتیا لرو چې زمونږ د ولسونو په خوښه او غوښتنه وي او د هغوی وړاندیزونه او سپارښتنې په پام کې نیول شوي وي.))

دا هم ولولئ

پاکستانى ملا

پاکستان کې به سبا د روژې مياشت ليدو ته ملايان کېني

د نورو کلونو په څېر سږکال هم سعودي عربستان، افغانستان او د نړۍ ډېرى هېوادونو …