کورپاڼه / روغتيا / د نړۍ تر ټولو ګرانبيه زهر، ١ ګيلن په ٣٩ ميليونه ډالر دي
لړم

د نړۍ تر ټولو ګرانبيه زهر، ١ ګيلن په ٣٩ ميليونه ډالر دي

ايا د زهرو هم څه قيمت کېداى شي؟ بالکل، په نړۍ کې تر ټولو ګرانبيه زهر د يو داسې لړم دي، چې يو ګيلن يې په ٣٩ ميليونه امريکايي ډالرو دى.

دا يو ډېر ځانګړى لړم دى، چې زهر يې د ساينسي څېړنو او درملو کې کارول کېږي. د دې ځانګړي لړم يو ګيلن زهر (څه کم ٤ ليټره) په ٣٩ ميليونه امريکايي ډالرو دى.

د دې لړم نوم (ډيت سټاکر) دى او زهر يې په نړۍ کې تر ټولو ګرانبيه مايع ده، دا ډېر خطرناک هم دى.

د ساينسپوهانو په وينا، د ډيت سټاکر لړم زهر د څو ډوله پيچيده کيميکلو څخه جوړ شوي وي او له همدې امله روغتياپالان د دې زهرو سره ډېره علاقه لري.

د ډيت سټاکر لړم په زهرو کې پيپټايډ کلورو ټاکسن شته دي چې د مازغو د سرطانو رسولۍ په درملنه کې ګټور دي.

له دې پرته دا د شکرې ناروغۍ په درملنه کې او د انسولين په جوړولو کې هم کارول کېږي. همدا لامل دى چې د نړۍ ساينسپوهان او روغتياپالان دې زهرو ته ډېر لېواله وي.

خو دا لړمان بيا په نړۍ کې ډېر کم دي او بل په يو وخت کې يوازې دو ملي ګرامه زهر ورکوي، همدا لامل دى چې دا دومره ګرانبيه دي. د دې لړم څخه چې يو ځل زهر راوويستل شي، نو درې اونۍ وروسته بيا نور دومره زهر جوړولى شي.

دا هم ولولئ

په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار دماغ کمزوري کوي

استرالیایي روغتیاپالانو له دولس کاله څېړنو وروسته موندلې ده، چې له ۲۰-۲۵ کلنو کسانو کې …