کورپاڼه / بېلا بېل / دا حیوان په یو وخت کې هم الوتونکی، هم تي لرونکی او څښېدونکی دی
platypus

دا حیوان په یو وخت کې هم الوتونکی، هم تي لرونکی او څښېدونکی دی

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې په اسټرالیا کې د پیدا کېدونکي حیوان (Platypus) د جینوم خاکه یا نقشه تیاره کړې، چې له مخې یې څرګندېږي چې د Platypus په جینوم کې د الوتونکو، تي لرونکو او د څښېدونکو حیواناتو جینونه په یوځای شتون لري. یعنې ددې خبرې مطلب دادی چې د Platypus حیوان په یو وخت کې هم الوتونکی، هم تي لرونکی او څښېدونکی حیوان دی، چې خپله دې موندنې د ارتقا پوهان له حیرانۍ سره مخ کړي دي.

یاده دې وي د Platypus حیوان د ټولې نړۍ یو ارتقایي معما ګڼل کېږي، ځکه چې د ذکر شوي حیوان مښوکه د مرغاوې، بدن یې د مږې یا نولي او غوږونه یې دننه دي. دغه راز نوموړی حیوان هګۍ اچوي او خپلو بچیو ته شېدې ورکوي، چې له پوستکي څخه یې د خولو په ډول خارجېږي.

د Platypus په اړه دا حیرانوونکې خبره له مخکې څرګنده شوې، چې Platypus د لسو کروموزمو درلودونکی دی، چې د (X) او (Y) د پنځو جوړو په شکل سره وي. دغه راز ویل کېږي د Platypus په څېر یو بل حیوان هم شتون لري چې د (echidna) په نوم سره یادېږي، چې یوازې څلور ډولونه لري، خو Platypus بیا یو ډول لري.

د echidna او Platypus په اړه ویل کېږي چې دا حیوانات له نورو حیواناتو ځانګړي دي، چې یوازې په اسټرلیا او پاپو نیو ګیني کې موندل کېږي، چې د ډلې نوم یې مونوټریم (monotreme) دی. د یوې اندازې له مخې ویل کېږي چې د مونوټریم ډله له نن څخه ۵۷ میلونه کاله پخوا په همدې سیمه یعنې اسټرلیا کې رامنځته شوي ول.

که څه هم د Platypus جینوم له الوتونکو، تي لرونکو او څښېدونکو کې رامنځته شوي، چې له یوې معما څخه کمه نه ګڼل کېږي، خو د جینټک او ارتقاء پوهان وایي، که چېرته ذکر شوې غوټه پرانیستل شي، نو د نړۍ د ډېرو حیواناتو په اړه به ارتقایي معلومات ترلاسه شي.

دا هم ولولئ

هغه پنځه چارې چې زموږ په ټولنه کې شته، خو منفي اغېزې لري

زموږ په ټولنه کې ډېر روایتونه موجود دي، په کورونو کې عموماً لویان پر کشرانو …