کله چې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د شل اوريزو لوبو د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزه وګټله، نو تر ټولو زيات زور يې پاکستانيانو ته ورکړ.
نه يوازې پاکستاني کرکټرانو، بلکې پاکستاني رسنيو او لوبغاړو هم په اى سي سي سختې نيوکې وکړې، چې څنګه راشد خان د لسيزې د شل اوريزو لوبو غوره لوبغاړى شو.
خو اوس چې تازه راشد خان د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) ته نومليکنه وکړه او هغه د لاهور قلندرز لوبډلې په پلاټينيم کټګورۍ کې واخيست، نو پاکستانيان يې په صفتونو نه مړېږي.
تېره شپه د پي ايس ايل د ډرافټ مراسمو پر مهال هم بيا بيا د راشد خان يادونه کېده او ويل کېدل، چې د راشد خان، مجيب الرحمان او محمد نبي دې سياليو کې په اخيستلو به سږکال دا سيالۍ لا ډېرې په زړه پورې شي.
بلخوا په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېرى پاکستانيانو راشد خان ته هرکلى ويلى دى او په ځانګړې توګه د لاهور قلندرز لوبډلې بيا ډېره خوښي ښکاره کړې ده، چې د راشد خان په څېر د نړۍ د شل اوريزو لوبو غوره لوبغاړى د دوى د خوښې لوبډلې سره يو ځاى شو.
Rashid Khan picked by Lahore Qalanadars, excellent pick ❤️#PSLDRAFT pic.twitter.com/aW7BFGuxsb
— Balaj Khan (@Cancerian94) January 10, 2021
Rashid Khan, a great pic @lahoreqalandars 👍🏼👍🏼 #PSLDRAFT
— Aalia Rasheed (@aaliaaaliya) January 10, 2021
Excited to see Rashid Khan and Shaheen Afridi playing for Qalanders ❤❤#PSLDRAFT pic.twitter.com/QCdzguxGv3
— Omer Alvi 2.0 (@OmerAlviii) January 10, 2021
Lahor Qalndar fans after picking rashid khan#PSLDRAFT pic.twitter.com/mUlkWzank9
— G̥ͦH̥ͦU̥ͦL̥ͦḀͦM̥ͦ G̥ͦH̥ͦO̥ͦU̥ͦS̥ͦ🇵🇰 (@ghousbhatti521) January 10, 2021
Welcome @rashidkhan_19 to @lahoreqalandars family . Looking forward to see you soon .. #MainhoonQalandar #dilse . So happy to have the champion with us .
— Sameen Rana (@sameenrana) January 10, 2021
Lahore Qalandars have opted for Afghanistan spin sensation Rashid Khan as their only available pick in the Platinum category 👏#HBLPSLDraft pic.twitter.com/6q8bM0Ndan
— Cricingif (@_cricingif) January 10, 2021
Well Come To Lahor Qalndar Rashid Khan pic.twitter.com/QXeI0WL3fm
— A Raheem (@ARaheem31378123) January 11, 2021
د ملالې يوسفزۍ پلار ضيا الدين يوسفزي هم د راشد خان يو عکس په ټويټر کې خپور کړى دى او هغه ته يې ښه راغلاست ويلي دي. نوموړي ليکلي دي چې د طالبانو له دورې وروسته راشد خان د افغانستان ښکلې څېره ده او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې او ملګرتيا استازى به وي.
Welcome to @rashidkhan_19
He is the beautiful face of post-Taliban Afghanistan.
An icon of sports!
He could be a great ambassador of peace and friendship between Pakistan and Afghanistan 🇵🇰 🇦🇫 pic.twitter.com/sR5wglQUCp— Ziauddin Yousafzai (@ZiauddinY) January 10, 2021
يو بل کس بيا د لاهور قلندرز له لوري خپور شوي د راشد خان عکس، چې ايډيټ شوى دى، په اړه ليکلي دي، کله چې راشد خان د عکس دا ايډيټينګ وليده، نو له لوبو کولو څخه يې انکار وکړ.
Just in
Rashid khan refused to come to psl after seeing this edit #Psl6Draft pic.twitter.com/MDZvaZ0QtN
— Awais (@MaharSpeaks) January 10, 2021
د يادولو وړ دا هم ده چې راشد خان به په لومړيو پنځه لوبو کې ګډون ونه کړي. د لاهور قلندرز لوبډلې مالکانو ويلي دي، چې په لومړيو پنځه لوبو کې راشد خان له دوى سره برخه نه اخلي او له هغه وروسته به بيا د دوى له لوبډلې سره يو ځاى شي.