د بالي ووډ يا هندي سينما مشهورې ممثلې دپيکا پاډوکون د خپل نوي فلم اعلان کړى دى، چې هغه به په لومړي ځل د مشهور هنرمند ريتيک روشن سره ګډ کار وکړي.
دپيکا پاډوکون په ټولنيزو رسنيو کې د خپل راتلونکي فلم په اړه يو پوسټ کړى دى، چې د هغه خاوند او مشهور هنرمند رنوير کپور هم پرې تبصره کړې او خوښي يې څرګنده کړې ده.
دپيکا پاډوکون د فلم يوې کوچنۍ ويډيو سره ليکلي دي: ((خوبونه په رښتيا هم پوره کېږي.))
Dreams really do come true…💥 #SiddharthAnand #Marflix #Fighter @iHrithik pic.twitter.com/mdvEzQBrGJ
— Deepika Padukone (@deepikapadukone) January 10, 2021
بلخوا مشهور هنرمند ريتيک روشن هم د دې فلم په اړه يو پوسټ کړى دى او ويلي يې دي، چې دا يې له دپيکا سره لومړنى فلم دى او دې لومړني الوت ته ډېر په تمه دى.
د دې فلم د لومړنۍ ويډيو، چې پکې معلومات وړاندې شوي دي، د ريتيک روشن غږ پکې راځي او هغه وايي، چې دنيا کې به ډېر عاشقان وي، خو له وطنه ښايسته جانان نشته، د طلا او الماسو لپاره خو ډېر خلک مري، خو د وطن د بېرغ نه ښايسته کفن بل نشته دى.
Presenting a glimpse of the MARFLIX vision as #Fighter! Looking forward to my first flight alongside the exceptional @deepikapadukone. All buckled up for this #SiddharthAnand joyride. pic.twitter.com/gaqv53xbO9
— Hrithik Roshan (@iHrithik) January 10, 2021
دا فلم چې سدهارت انند يې جوړوي (فايټر) نوم ورکړل شوى دى او د ٢٠٢٢ کال د سپتمبر په ٣٠مه نېټه به نندارې ته وړاندې شي.
سدهارت انند تر دې مخکې هم له ريتيک روشن سره د (وار) او (بېنګ بېنګ) په نوم فلمونه جوړ کړي دي او دا يې له هغه سره دريم فلم دي.
نوموړي هم د دې فلم په اړه ويلي دي، چې هغه ډېر خوشحاله دى چې د خپلې خوښې اداکارانو ريتيک روشن او دپيکا پاډوکون سره نوى فلم جوړوي.