د پېغامونو او له خلکو سره د اړيکو لپاره د نړۍ مشهور اپليکېشن وټساپ په نوې پالېسۍ سختې نيوکې روانې دي او په ټولنيزو رسنيو کې يې هم په اړه پوسټونه کېږي.
د دې پالېسۍ له مخې، وټساپ به د خپلو کاروونکو ډاټا فېسبوک او نورو شرکتونو ته هم ورکوي او که څوک دا پالېسي ونه مني، نو د هغوى اکاونټونه به ډيليټ شي.
د وټساپ د دې پالېسۍ وروسته د ټيليګرام په ډاونلوډولو کې هم زياتوالى راغلى دى، چې د وټساپ په څېر کار کوي.
اوس د خلکو د نيوکو وروسته د وټساپ مشر ويل کيتکارټ په دې اړه سپيناوى شريک کړى دى او وايي چې د نوې پالېسۍ سره به کاروونکو ته څه اغېز نه رسېږي.
هغه په خپل ټويټر کې ليکلي دي: ((د اېنډ ټو اېنډ انکرپشن له امله موږ يا فېسبوک ستاسې شخصي پېغامونه او زنګونه نه شي ليدلى، موږ د دې ټېکنالوژۍ په نړيواله کچه د دفاع لپاره تيار يو.))
I’ve been watching a bunch of discussion this week about the privacy policy update we’re in the process of making @WhatsApp and wanted to share some thoughts.
Thread 👇
— Will Cathcart (@wcathcart) January 8, 2021
نوموړي يو لينک هم خپور کړى دى، چې هلته د وټساپ د نوې پالېسۍ په اړه بشپړ معلومات ورکړل شوي دي. دوى ويلي دي چې دا نوې پاليسي يې د شفافيت لپاره جوړه کړې ده او د ډېرو نورو شيانو په اړه يې هم سپيناوى ورکړى دى.
دوى وايي، چې موږ دا پالېسي د اکتوبر په مياشت کې جوړه کړې وه.
د يادولو وړ ده چې د وټساپ د دې نوې پالېسۍ پېغام د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو کې ميليونونو کاروونکو ته تللى دى او له هغوى نه غوښتنه شوې ده، چې دا پالېسي دې ومني.
په افغانستان کې هم ډېرى خلکو دا پېغام ترلاسه کړى دى او ډېرى خلکو خو پرته له دې چې د نوې پالېسۍ په اړه معلومات ترلاسه کړي، د دوى پالېسي يې منلې ده.