کورپاڼه / خپلواک / نشرت بروچا: رنبير مې په توليه کې خوښېږي
نشرت بروچا

نشرت بروچا: رنبير مې په توليه کې خوښېږي

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ اکتوبر ۲۰۱۹): د هندي فلمونو نوې هنرمندې نشرت بروچا له مخکې څخه په دې ډېره مشهوره شوې ده، چې رنبير کپور ستايي او څو څو ځله يې په رسنيو کې د هغه په تړاو خبرې کړې دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د هند په ممبۍ کې نشرت بروچا تازه د اېوارډ په يو پروګرام کې د (ډریم ګرل) فلم خپل ملګري ايوشمان کهرانه سره يو ځای ناسته وه، چې په خبرو خبرو کې يې يو ځل بيا د نامتو هندي فلمي ستوري رنبير کپور په تړاو خبرې وکړې.

نازيه اقبال: څوک حق نه لري چې زما په ژوند کې خبرې وکړي

آرين خان: راځئ چې غني په ژوندانه وستايو

پېرس هلټن: واده نه کوم، خو ماشوم غواړم

نشرت بروچا د رنبير کپور په اړه په خپلو خبرو کې وويل، چې رنبير کپور يې په توليه يا رومال کې ډېر خوښېږي او زړه يې دی چې يو ځل يې بيا هم په توليه يا رومال کې وويني.

خو له دغه څرګندونو سملاسي وروسته نشرت بروچا ورسره مخامخ ناستې له عاليه بټ نه بخښنه وغوښتله. خو فکر نه کېږي چې ولې يې دومره ژر بخښنه وغوښتله.

دا هم نه ويل کېږي چې د نشرت بروچا له دغه خبرو وروسته به عاليه بټ څه احساس کړی و، خو رنبير د نشرت دې هيلې سره پوره خوشحاله ښکارېده.

د يادولو ده چې نشرت بروچا له ايوشمان کهرانه سره په نوي فلم (ډريم ګرل) کې راروانه ده او هيله کېږي چې دغه فلم به يې بريالی وي. د دغه فلم کيسه کومېډي ده او لومړۍ ويډيوګانې يې خلکو ډېرې خوښې کړې دي. همدا راز دا هم د يادولو ده چې د عاليه بټ او رنبير کپور ترمنځ له ډېر وخت راهيسې انډيوالي ده او وخت نا وخت ويل کېږي چې ښايي دواړه ژر کوژدن هم وکړي، خو لا هم دواړو د واده په تړاو څه نه دي ويلي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …