کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د هند او اسټراليا دريمه ټېسټ لوبه مساوي شوه
سټيو سميت

د هند او اسټراليا دريمه ټېسټ لوبه مساوي شوه

د هند او اسټراليا ترمنځ دريمه ټېسټ لوبه پرته د چا په بريا ختمه شوه او دا لوبه مساوي شوه، چې دواړه لوبډلې به يې نومرې ترلاسه کړي.

دا لوبه د جنورۍ په ٧مه نېټه پيل شوې وه.

لومړۍ پاڼۍ کې اسټراليا ٣٣٨ منډې وکړې، چې سټيو سميت ١٣١، مارنوس لابوشين ٩١ او ويل پوکووسکي ٦٢ منډې وکړې. رويندرا جډيجا ٤، جسپريت بومرا او نوديپ سېني ٢-٢ ويکټې واخيستې.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٤٤ منډې وکړې، چې شوبمن ګل او چيتيشور پجارا ٥٠-٥٠ منډې ترلاسه کړې. پاټ کومنز ٤ او جوش هازلووډ ٢ لوبغاړي وسوځول.

اسټراليا په دويمه پاڼۍ کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٣١٢ منډې وکړې، چې خپله پاڼۍ يې ختمه يا ډيکلير کړه. کيمرون ګرين ٨٤، سټيو سميت ٨١ او مارنوس لابوشين ٧٣ منډې وکړې. نوديپ سېني او ار اشوين ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د ٤٠٧ منډو هدف په تعقيب د پنځمې ورځې تر پاى پورې د هند لوبډلې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٣٣٤ منډې وکړې، چې ريشب پانټ ٩٧، چيتيشور پجارا ٧٧ او روهيت شرما ٥٢ منډې وکړې. جوش هازلووډ او ناتن ليون ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

نه هند په دې وتوانېده چې د پنځمې ورځې تر پاى پورې ياد هدف پوره کړي او نه اسټراليا په دې وتوانېده چې د هند ټوله لوبډله وسوځوي.

دا لوبه چې د اى سي سي د نړيوال چيمپينشپ د اتلولۍ برخه ده، دواړو لوبډلو ١٠-١٠ نومرې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سټيو سميت ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې اسټراليا په لومړۍ او هند په دويمه لوبه کې بريا خپله کړې وه. د دې لړۍ څلورمه يا وروستۍ لوبه به د جنورۍ په ١٥مه نېټه په بريسبين کې پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

اسټراليا

هند د اسټراليا د ٣٦٩ منډو په ځواب کې ٣٣٦ منډې وکړې

د هند لوبډلې ښه توپوهنه ترسره کړه او د اسټراليا د ٣٦٩ منډو په ځواب …