د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې نن به د بيګ باش په روان ليګ کې د اډيليډ سټرايکرز لپاره خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي، دا يې په بيګ باش کې پنځوسمه لوبه هم ده.
راشد خان په ٢٠١٧ کال کې په لومړي ځل بيګ باش کې د اډيليډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېدلى و او له هغه وخت راهيسې تراوسه پورې له همدې لوبډلې سره دى.
راشد خان د اډيليډ سټرايکرز يو مهم او مخکښ توپ اچونکى هم دى، چې ډېرې ويکټې يې د دوى لپاره ترلاسه کړې دي.
نن راشد خان د ميلبورن سټارز پر وړاندې په بيګ باش کې خپله پنځوسمه لوبه ترسره کوي. د دې تر څنګ په روان بيګ باش کې دا د راشد خان وروستۍ لوبه هم ده.
Not only is tonight his last game of @BBL|10, it’s also @rashidkhan_19‘s 50th appearance in blue!
We’ll miss you, Rash ☝🏻✈️🚁 #BlueEnergy pic.twitter.com/YCL7z0ePjh
— Adelaide Strikers (@StrikersBBL) January 11, 2021
د نننۍ لوبې ترسره کولو وروسته به راشد خان له اسټراليا څخه متحده عربي اماراتو ته لاړ شي، چېرته چې به نوموړى د ايرلېنډ پر وړاندې په ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ولوبېږي.
د يادولو وړ ده چې راشد خان له نننۍ لوبې مخکې، په بيګ باش کې ٤٩ لوبې ترسره کړې دي چې ٧٠ ويکټې يې ترلاسه کړې دي. هغه ١٢٢٨ منډې ورکړي دي او ٤٦١ ډاټ بالونه يې هم ترسره کړي دي چې اکانومي يې ٦.٤٥ ده.
په وه لوبه کې نوموړي د ٢٢ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.
د دې تر څنګ راشد خان ٣٤ ځلې توپوهنې ته هم تللى دى، چې ٣١٠ منډې يې کړې دي او زياتې منډې يې په يوه لوبه کې ٤٠ دي، ١٢ ځل هغه ناسوځېدلى هم پاتې شوى دى.
تراوسه پورې نوموړي ١٢ کېچونه هم نيولي دي او د دې تر څنګ په پنځه لوبو کې هغه د غوره لوبغاړي جايزې هم ترلاسه کړې دي.