کورپاڼه / د لوبو راپورونه / راشد خان په بيګ باش کې په خپله وروستۍ لوبه کې ٢ لوبغاړي وسوځول
راشد خان

راشد خان په بيګ باش کې په خپله وروستۍ لوبه کې ٢ لوبغاړي وسوځول

راشد خان نن په بيګ باش ليګ کې خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه چې ٢ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز دا د نوموړي په بيګ باش ليګ کې پنځوسمه لوبه هم وه.

د بيګ باش ليګ ٣٦مه لوبه د ميلبورن سټارز او اډيليډ سټرايکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ميلبورن سټارز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ميلبورن سټارز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې نيک مېډينسن ٤٨ ناسوحېدلې او مارکس سټوينيس ٤٧ منډې وکړې.

د اډيليډ سټرايکرز له لوري راشد خان، ويس اګر او ډينيل اورال ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د ١٥٠ منډو هدف د اډيليډ سټرايکرز لوبډلې په ١٩ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٥ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري جوناتن ويلس ٣٦، پيل سالټ ٣١ او ريان ګبسن ٢٢ ناسوځېدلې منډې وکړې. راشد خان هم ٤ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د ميلبورن سټارز له لوري اډم زمپا دوه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ويس اګر ترلاسه کړه.

نننۍ لوبه د اډيليډ سټرايکرز لسمه لوبه وه چې پنځمه بريا يې خپله کړه او د ٢٠ نومرو سره په جدول کې دريمه لوبډله شوه، همدا راز ميلبورن سټارز بيا په ٩مه لوبه کې ٥مه ماتې وخوړه چې د ١٦ نومرو سره په جدول کې ٧مه لوبډله ده.

د يادولو وړ ده چې له نننۍ لوبې وروسته به راشد خان له اسټراليا څخه د متحده عربي اماراتو پر لور روان شي، چې هلته به د ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.

Loading...

دا هم ولولئ

اسټراليا

هند د اسټراليا د ٣٦٩ منډو په ځواب کې ٣٣٦ منډې وکړې

د هند لوبډلې ښه توپوهنه ترسره کړه او د اسټراليا د ٣٦٩ منډو په ځواب …