کورپاڼه / بېلا بېل / سعودي عربستان يو داسې نوى ښار جوړوي چې سرکونه او موټرې به پکې نه وي
د سعودي عربستان ښار

سعودي عربستان يو داسې نوى ښار جوړوي چې سرکونه او موټرې به پکې نه وي

په نړۍ کې تر ټولو زيات تېل پېدا کوونکى هېواد سعودي عربستان دى چې اوس يې تازه د يو داسې نوي ښار جوړولو اعلان کړى دى، چې په دې ښار کې به نه سرکونه وي او نه به هم پکې موټرې چلېږي.

د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان په يوه وېنا کې د دې ښار په اړه ويلي دي چې د (دي لاين) ښار د (نيوم) د ٥٠٠ ميليارده امريکايي ډالرو پروژې برخه دى، چې په روان کال کې به پرې کار پيل شي.

نيوم ښار

محمد بن سلمان وايي، چې دا ښار به له ککړتيا څخه په بشپړ ډول پاک وي او د ١ ميليون خلکو د اوسېدو لپاره پکې بندوبست کېږي، چې د ٢٠٣٠ کال پورې به پکې ٣٨ زره کسانو ته دندې هم پېدا شي او په دې ښار به له ١٠٠ څخه تر ٢٠٠ ميليارده امريکايي ډالرو پورې مصارف وشي.

هغه د دې ښار په اړه دا هم وويل، چې په دې ښار کې به هېڅ موټرې نه وي، نه به هم سرکونه وي، هغه وايي چې دا به د انسانانو په تاريخ کې يو انقلاب وي.

د يادولو وړ ده چې (نيوم) د شهزاده محمد بن سلمان له لوري د سعودي عربستان د اقتصادي پرمختګ لپاره يوه ځانګړې پروژه ده، چې په ٢٠١٧ کال کې يې اعلان کړى دى او د دې پروژې تر څنګ هغه نور ډېر اصلاحات هم په دغه هېواد کې راوستي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

څېړنه: په غېږ کې نېول مو له ناروغیو ساتي او اوږد ژوند در په برخه کوي

د کورونا له ویروس څخه وېره په دومره اندازه کې ده، چې د یوې وروستۍ …