د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) کې د افغان لوبغاړو د اخيستو په اړه وايي، چې دوى په بهرنيو ليګونو کې د لوبغاړو لوبېدو ملاتړ کوي او دا نه يوازې دا چې لوبغاړو ته اقتصادي ګټه کوي، بلکې تخنيکي برخه کې هم ورسره مرسته کوي.
پرون د پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو د ډرافټ مراسم ترسره شو، چې پنځه افغان لوبغاړي (راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمان، قېس احمد او نور احمد) پکې د بېلا بېلو لوبډلو له لوري واخيستل شو.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک له بي بي سي پښتو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي: ((بهرنيو ليګونو کې لوبېدل افغان لوبغاړو ته پر اقتصادي ګټه سربېره دغو لوبغاړو سره تخنيکي برخه کې مرسته کوي او نړيوال ډګر کې د افغانستان د نوم او بېرغ د ځلېدو لامل هم ګرځي.))
تېر کال هم په پاکستان سوپر ليګ کې ځينې لوبغاړي اخيستل شوي و، چې وروسته يې پکې برخه وانخيسته.
فريد هوتک دا هم وايي، چې ملي لوبغاړو ته د هېواد لپاره لوبېدل مهم دي او هر کله چې ملي لوبې وي، نو لوبغاړي د بهرنيو ليګونو پر ځاى د ملي لوبډلې لپاره لوبېږي.
د يادولو وړ ده چې د افغانستان پنځه لوبغاړي اوسمهال په بيګ باش ليګ کې هم لوبېږي، چې راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد پکې شامل دي.
په دوى کې درې لوبغاړي، راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان د ايرلېنډ پر وړاندې لوبو ته هم غوره شوي دي، چې محمد نبي له اسټراليا څخه متحده عربي اماراتو ته رسېدلى دى، راشد خان به سبا د متحده عربي اماراتو پر لور روان شي او د مجيب الرحمان په اړه لا معلومات نشته، چې کله به متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.