کورپاڼه / هنر او کلتور / پريانکا چوپړا: دومره ماشومان غواړم چې د کرکټ يوه لوبډله ترې جوړه شي
پريانکا چوپړا او نک جونس

پريانکا چوپړا: دومره ماشومان غواړم چې د کرکټ يوه لوبډله ترې جوړه شي

د هندي سينما مشهوره ممثله پريانکا چوپړا وايي، چې د دومره ماشومانو د راوړلو هيله لري، چې د کرکټ يوه لوبډله ترې جوړه شي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، پريانکا چوپړه چې اوسمهال په لندن کې ده او هلته د خپل راتلونکي فلم لپاره يې ثبت ترسره کاوه، له يوې رسنۍ سره د ماشومانو په اړه خبرې کړې دي.

په راپور کې ويل شوي دي، کله چې له پريانکا چوپړا څخه پوښتنه وشوه، چې د څومره ماشومان هيله لري، نو هغې په ځواب کې ورته وويل، چې د دومره ماشومانو راوړلو هيله لري، چې د کرکټ يوه لوبډله ترې جوړه شي.

پريانکا چوپړه او نک جونز

هغې په خپلو خبرو کې زياته کړه، ماشومان مې ډېر خوښېږي، خو باوري نه يم چې دومره به وشي.

پريانکا چوپړه چې په لندن کې يې د خپل راتلونکي فلم (ټيکسټ فور يو) ثبت ترسره کاوه، پرون ورځ يې د دې فلم کارونه ختم کړل. دا يو هالي ووډ فلم دى، چې په انګليسي ژبه کې به خپور شي.

نوموړې د خپل خاوند په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې که څه هم زموږ په کلتورونو کې ډېر توپير شته دى، خو نک جونس د هند په کلتور کې داسې راګډ شو، لکه ماهي چې په اوبو کې ورګډېږي.

نک جونز او پريانکا چوپړه

پريانکا چوپړا وويل، چې د هرې واده کړې جوړې په څېر موږ هم د يو بل خوښه ناخوښه او عادتونه معلوم کړي دي او دا د ګډ ژوند لپاره مهمه ده.

د يادولو وړ ده چې د هندي سينما مشهورې اداکارې پريانکا چوپړا په ٢٠١٨ کال کې د مشهور امريکايي سندرغاړي نک جونس سره واده کړى و.

دا هم ولولئ

شاه رخ خان په دې ډول حالاتو له وړاندې اندیښنه ښودلې وه

د هندي سینما یا بالیووډ بې تاجه پاچا شاه رخ خان په دې ورځو کې …