کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / حیرانوونکې څېړنه: کارغه د ځیرکتیا له پلوه له کوم حیوان سره ورته والي لري؟

حیرانوونکې څېړنه: کارغه د ځیرکتیا له پلوه له کوم حیوان سره ورته والي لري؟

ویل کېږي چې کارغه د خپلې چالاکۍ او ځیرکتیا له پلوه ډېر شهرت لري، خو اوسمهال د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې څېړونکو موندلې، چې کارغه د ځیرکتیا له پلوه له بېزو سره ورته والي لري.

د نړیوالو ویب سایټونو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د اوسنابرک پوهنتون د ساینسپوهانو اد د برلین د میکس پلانک د انسټیټوټ د څېړنو له مخې ویل شوي، چې کارغه تر کومه حده د غټو بېزوګانو په څېر ځیرکه وي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي، چې کارغان د بدني او ټولنیزو وړتیاوو له مخې د بېزو له لوی نسل (اورنګټن) سره ورته والي. یعنې د څېړنې څخه معلومه شوې ده چې د یو څلور میاشتني کارغه د پېژندلو وړتیا د یوې بالغې بېزو سره برابره ده.

ذکر شوې څېړنه چې په (ساینټفیک) څېړنېز ژورنال کې خپره شوې، پکې راغلي چې د څلور میاشتني کارغه د پېژندلو ټولې وړتیاوې په یو بالغه بېزو کې موندل کېږي. څېړونکې ډلې یوه تیاره شوې تجربوي ازموینه په الوتونکو ترسره کړه او د ازموینې پرمهال یې د خوږو توکو ټوټې د پیالې په بیخ کې کېښودې او ځایونه یې هم بدل کړل.

د څېړونکو موخه دا وه ترڅو معلومه کړي چې کارغان د خوږو توکو لرونکي پیاله پېژندلی شي او که نه؟ څېړونکو په حیرانۍ سره ولېدل چې کارغانو د خوږو توکو لرونکي پیالې وپېژندلې او د مښوکې په وسیله یې راویستلې.

ویل کېږي چې ذکر شوې څېړنه په اتو کارغانو ترسره شوې وه، چې عمر یې څلور، اته، دولس او شپاړس میاشتې ول. د څېړنې وروسته ساینسپوهان دې پایلې ته ورسېدل چې د کارغانو د شیانو د پېژندلو او د ټولنیزو اړیکو وړتیاوې له بېزوګانو سره ورته دي. یاده دې وي چې اوسمهال ساینسپوهانو داسې ازموینې تیارې کړي، ترڅو د ذکر شوو الوتونکو انفرادي وړتیاوې په نښه کړي.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …