خپلواک وېبپاڼه (۱۸ اکتوبر ۲۰۱۹): د هندي فلمونو ځوانه، ښايسته او نامتو هنرمنده عاليه بټ چې د سنجی لېلا بنسالي او سلمان خان ترمنځ له جنجال وروسته يې د (انشاالله) فلم جوړېدل وځنډېدل او د دغه فلم ځنډېدو عاليه بټ هم تر ډېره مايوسه کړه، خو اوس يې نوی زېری ترلاسه کړ، ځکه په نوی فلم کې راروانه ده.
عاليه بټ د سنجی لېلا بنسالي په (ګنګوبايي کاټهياواړي) فلم کې مرکزي رول ترلاسه کړ، چې ژر به يې ثبتول پيل شي. دغه فلم به د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي.
دغه فلم يوه تاريخي کيسه جوړېږي، ګنګو بايي ته د کماتي پوره مېډم يا مېرمن هم ويل کېږي، چې په کم عمرۍ کې يې د تن پلورنې په کاروبار پيل وکړ او وروسته په خپل دغه کاروبار کې خورا ځواکمنه او اغېزمنه شوه.
که څه هم عاليه بټ يو له هغه هنرمندانو څخه ده، چې په فلمونو کې يې تر ډېره چېلنجي رولونه په ښه ډول ترسره کړي دي، خو دا به هم کتل وي چې عاليه بټ د ګنګو بايي دا ستونزمن او پېچلی رول څه ډول لوبوي، ځکه دا خو به تر فلم وروسته معلومه شي، خو سنجی لېلا بنسالي يو تر هغه فلم جوړونکو څخه دی، چې هغه په فلم کې له اداکارانو د کار د اخيستو په چل ډېر ښه پوهېږي.
عاليه بټ چې د هندي سينما د نامتو فلم جوړونکي مهېش بټ لور ده او پلار يې خپل فلم جوړونکی شرکت لري، خو لور يې د دهرما پروډکشن يا کرن جوهر په فلم (سټوډنټ آف دي اير) کې په لومړي ځل راڅرګنده شوه او له هغه وروسته يې تر شا ونه کتل.
نوموړې همدا راز له د ډير زندګي، ګلي بوای، راضي، کلنک، بدرينات کې دلهنيا، های وی او همپټي شرما کي دلهنيا په څېر برياليو فلمونو کې کار وکړ.