کورپاڼه / روغتيا / هغه نښې، نښانې چې د پیداکېدونکي ماشوم د جنسیت په اړه معلومات راکوي

هغه نښې، نښانې چې د پیداکېدونکي ماشوم د جنسیت په اړه معلومات راکوي

ماشوم د الله تعالی له لورې یوه ډېره قیمتي ډالۍ وي. کله چې یوه میرمن امیندواره شي، له همدې ورځې څخه بیا د ماشوم تر زېږېدو پورې یوه یوه د مور او پلار لخوا شمېرل کېږي او تر هغې پورې دوام لري ترڅو یې چې خپل ماشوم نه وي لېدلی.

د امیندوارۍ پرمهال د مور او پلار په زړه کې حتماً دا خبرې ګرځي، چې ماشوم به یې هلک وي او که نجلۍ؟ د چا لپاره جامې واخلي؟ ښځینه نوم پیدا کړي او که نارینه؟ په هر حال د روغتیایي کارپوهانو له لورې ځینې نښې، نښانې بیان شوي، چې له مخې یې د ماشوم د جنسیت په اړه معلومات ترلاسه کولی شو.

  • ویل کېږي که چېرته د میندو طبیعت د سهار پرمهال ډېر خرابېږي یاهم کانګي کول او د چکر خوړلو ستونزه د سهار پرمهال ډېره زیاته وي، نو ددې مطلب دا وي چې راتلوونکی ماشوم به یې نجلۍ وي.

  • که چېرته د میندو طبیعت خرابه وي او موډ یې ښه نه وي، یعنې یوه شېبه خوشحاله وي او وروسته یې بیا په طبیعت کې بدلون راشي، نو ددې هیله ډېره وي چې ماشوم به نجلۍ وي.

  • که چېرته د میندو وزن بېخي ډېر شي، نو پوه شئ چې ذکر شوی عنصر د نجلۍ د پیدا کېدو نښه وي.

  • که چېرته میندې د خوږو شیانو د خوړلو اشتها لري، نو ددې مطلب دا وي چې راتلوونکی ماشوم به یې نجلۍ وي.

  • که چېرته مېندې د مالګینو خوړو او د تروشو شیانو اشتها ولري، نو ددې مطلب دا دی، چې ماشوم به یې هلک وي.

  • که د میندو د خېټې په ښي اړخ درد وي، نو ماشوم به یې هلک وي. دغه راز که چېرته یې په کیڼ اړخ درد وي، نو دا بیا د نجلۍ د زېږېدو نښه ګڼل کېږي.

پورتنۍ ټولې نښې، نښانې د ډاکترانو له لوري بیان شوي دي، خو اړینه نه ده چې ۱۰۰ سلنه دې رښتیا وي، بلکې په دواړو یعنې هلک او نجلۍ شکر ایستل زموږ د ټولو وجیبه ګڼل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د اینځرو حیرانوونکې ګټې

موږ ټول په دې پوهېږو چې الله ج انسان بې شمېره نعمتونه وربخښلي، چې په …