د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې د پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو سياليو لپاره د لاهور قلندرز لوبډلې اخيستى دى، تازه يې په دې اړه ټويټ کړى دى.
راشد خان په ټويټر کې ليکلي دي، د پاکستان سوپر ليګ کې سږکال د لاهور قلندرز لپاره لوبېدو ته ډېر لېواله يم، دا به زما لپاره ډېره نوې تجربه وي.
نوموړي د پي ايس ايل د ښه پړاو ترسره کېدو هيله کړې ده او قلندرز لوبډلې ته يې ليکلي دي، چې ژر به ووينو.
د راشد خان دې ټويټ ته يو شمېر پاکستانيانو هم کمنټونه کړي دي او په لاهور قلندرز لوبډله کې يې د هغه په اخيستو خوشحالي ښکاره کړې ده.
I’m super excited to be part of @thePSLt20 this year and play for @lahoreqalandars will be a totally different experience for me first time #PSL looking forward for a great season ahead see u soon #Qalandars
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) January 11, 2021
دا به لومړى ځل وي چې راشد خان به د پاکستان سوپر ليګ کې ولوبېږي، خو ويل کېږي چې په لومړنيو پنځه لوبو کې به راشد خان برخه وانخلي.
د راشد خان تر څنګ په پاکستان سوپر ليګ کې محمد نبي، مجيب الرحمان، قېس احمد او نور احمد هم اخيستل شوي دي، چې د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېږي.
د يادولو وړ ده چې راشد خان نن په بيګ باش تجارتي ليګ کې د اډيليډ سټرايکرز لپاره خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه او سبا به له اسټراليا څخه د متحده عربي اماراتو پر لور روان شي، چې هلته به د ايرلېنډ پر وړاندې په راتلونکو لوبو کې د افغانستان لپاره ولوبېږي.