کورپاڼه / روغتيا / د شکر څخه دمخه د Pre-diabetes شپږ ډولونه موندل شوي
شکر

د شکر څخه دمخه د Pre-diabetes شپږ ډولونه موندل شوي

روغتیایي کارپوهانو د ۲۵ کلنو څېړنو له مخې د شکر د ناروغۍ له پېښېدو څخه دمخه د یو حالت چې Pre-diabetes یې بولي، شپږ مختلف ډولونه بیان کړي دي.

یعنې د شکر د ناروغیو له پېښېدو څخه دمخه کسانو ته Pre-diabetes ویل کېږي، چې په دوی کې ډېری وخت ډېر ژر یاهم په ځنډ سره د شکر د دویم ډول د ناروغۍ خطر ډېرېږي او په هغه کسانو کې هم ورته حالت لېدل کېدلی شي، چې د شکر په ناروغۍ اخته شوی وي.

د راپورونو له مخې څېړونکي وایي چې په دې اړه یې په ۹۰۰ کسانو تر ۲۵ کلونو پورې څېړنې ترسره کړي او له شکر څخه دمخه یې د ډېرو حالاتونو لکه د ګلوکوزو اندازه، د ځیګر وازده، د بدني غوړو ویشنه، د وینې د لایپډو اندازه او د جینټکي خطرونو پر بنا یې څېړنه کړې او ویلي یې دي چې لاندې شپږو ډولونو کې د شکر د دویم ډول د ناروغۍ خطر مختلف وي، چې بیا له ډاکترانو سره یې په اغېزمنه درملنه کې مرستندویه ثابتېدلی شي.

Prediabetes Subtypes

د څېړونکې ډلې مشر استاد هانس الرخ ایرنګ وایي، چې زموږ له څېړنې دمخه دا ویل ستونزمن ول، چې د Pre-diabetes کوم کسان به په راتلوونکې کې د شکر په دویم ډول ناروغۍ اخته کېدلی شي، کوم به د ګردو له ستونزو سره مخ شي او په کوم یو کې به بدلون واقع نه شي؟

دغه راز د څېړنې له مخې یې ناروغي د بېلابېلو ډلو په شکل سره بیان کړې او د چاغښت، استحالي (میتابولیزم)، د انسولینو طبیعي پیداوار، د ځیګر وازده، د رګونو پړسېدل او د نورو سببونو په وجه یې بېلابېلې درجې ورکړي دي. یاده دې چې له ذکر شوې څېړنې څخه د شکر د ناروغۍ په کنټرولولو کې ګټه اخیستلی کېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

که د بې خوبۍ یا نا آرامۍ ستونزې لرئ، نو له دې طریقې څخه کار واخلئ

یوه دانه کېله راواخلئ، وایشوئ، بیا پکې لږه اندازه دار چیني واچوئ او استعمال یې …