د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى کپتان او الراونډر لوبغاړى ګلبدين نايب وايي، چې موږ د ولس مينې ته اړتيا لرو او برياوې راوړو.
ګلبدين نايب چې د ايرلېنډ پر وړاندې د راتلونکو ٣ نړيوالو يو ورځنيو سياليو لپاره په ملي لوبډله کې شامل دى، اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې تمرينات ترسره کوي.
ګلبدين نايب تازه په ټويټر کې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې يو هنرمند پکې د هغه عکس جوړوي.
د ولس له مینې مننه چې خپل اتلان ستایي او قدر یې کوي
مونږ د ولس مینې ته اړتیا لرو او بریاوې راوړو
مننه sharaf Naib pic.twitter.com/uPXvFQ7mij— Gulbadin Naib (@GbNaib) January 11, 2021
نوموړي له دې ويډيو سره ليکلي دي: ((د ولس له مينې مننه چې خپل اتلان ستايي او قدر يې کوي. مونږ د ولس مينې ته اړتيا لرو او برياوې راوړو.))
د يادولو وړ ده چې ګلبدين نايب په ټولنيزو رسنيو کې ډېر فعال دى، په ځانګړې توګه په ټويټر کې هغه ډېرى مهال بېلا بېل ټويټونه کوي.