کورپاڼه / اسلام / د رسول الله ﷺ د ملګرو په نزد ترټولو بد خوی دروغ و
نبوي جومات، مدينه

د رسول الله ﷺ د ملګرو په نزد ترټولو بد خوی دروغ و

رسول الله ﷺ فرمايي:

خوراک ورکوئ، صله رحمي کوئ، یعنې خپلولي پالئ، د شپې لمونځونه کوئ کله چې نور خلک ويده وي، نو جنت ته به په سلامتۍ سره داخل شئ.

رواه الترمذي

رسول الله  ﷺ فرمایلي دي:

په اعمالو کې ښه عمل دا دی چې دوستي هم د الله تعالی لپاره وي او دوښمني هم د الله تعالى لپاره وي.

رواه ابو داود

رسول الله ﷺ فرمایي:

څوک چې له لمر ختو مخکې (سهار) او له لمر لویدو مخکې (مازدیګر) لمونځ وکړي؛ هغه به هیڅکله اور ته نه ننوځي.

رواه مسلم

رسول الله ﷺ فرمایي:

د چا چې وروستۍ خبره “لا إله إلا الله” وي؛ هغه به جنت ته ننوځي.

رواه الحاکم

عايشه رضي الله عنها وایي:

د رسول اللهﷺد ملګرو په نزد ترټولو بد خوی دروغ و.

أحمد ٦\١٥٢

يو سړي رسول الله ﷺ ته وويل: ماته وصيت وکړه. رسول اکرم ﷺ ورته وويل:

په هر کار کې فکر وکړه که پای ښه درته ښکاره شوه هغه پر مخ بوځه او که نه نو ډډه ترې وکړه.

شرح السنه

رسول الله ﷺ فرمايي:

ساز، سرود او موسيقي په زړۀ کې منافقت داسې شين کوي لکه اوبۀ چې کښت شين کوي.

شعب الايمان: رقم ۴۷۴۶

له ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله ﷺ په ولاړه د بوټانو پښو کولو نه منع کړې ده.

السلسلة الصحیحة

دا هم ولولئ

ولې له مړینې وروسته د مړ شوي شخص سترګې غړېدلي وي؟

په عموم کې دا پوښتنه به له ډېرو سره ناحله پاتې وي چې ولې له …