کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ د ملي لوبغاړي شبير نوري قرارداد ختم کړى
شبير نوري

کرکټ بورډ د ملي لوبغاړي شبير نوري قرارداد ختم کړى

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبغاړي شبير نوري سره د کورني کرکټ ليګ په برخه کې قرارداد درلود، چې اوس يې دا قرارداد هم ورته ختم کړى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګې پخوانى منيجر او ورزشي خبريال ابراهيم مومند په دې اړه وايي: ((کرکټ پورډ د ملي لوبډلې دغه لوبغاړي شبير نوري ته د کورني کرکټ قرارداد له مخې ٢ سوه ډالر معاش ورکاوه. ويل کېږي اوس يې پرې هغه هم بند کړى.))

ابراهيم مومند دا هم ليکي، چې بې شمېره او د کوم معلوم معيار پرته لسګونو نورو ته لا هم معاش ورکول کېږي. هغه وايي: ((دې وطن ته ژوند او کيرير په داو ولګوه، دا يې ثمره))

نوموړى همدا راز ليکي: ((دا چې کرکټ بورډ په خپل تاريخ کې د معاش لرونکو لوبغاړو ليست نه دى اعلان کړى او همېش يې پټ ساتي، تر شا يې داسې ګنده لوبې روانې دي.))

د ابراهيم مومند پوسټ د شبير نوري په اړه

د يادولو وړ ده چې شبير نوري د افغانستان لپاره ١٠ نړيوالې يو ورځنۍ او ١ نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړې دي. هغه په ٢٠١٠ کال کې د کاناډا پر وړاندې لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړې وه او په ٢٠١٢ کال کې يې بيا د همدغه لوبډلې پر وړاندې يوازينۍ شل اوريزه لوبه هم ترسره کړه.

نوموړي په ١٠ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د ١٩.١٠ په اوسط ١٩١ منډې کړې دي چې په يوه لوبه کې زياتې منډې يې ٩٤ دي.

شبير نوري د دې تر څنګ ٢٩ فرسټ کلاس، ٢٦ ليسټ اې او ١٧ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې دي. په شپږيزه کرکټ ليګ کې هغه د سپين غر ززمريانو لوبډلې لپاره لوبېده.

دا هم ولولئ

ویرات کوهلي: زموږ نهایي هڅه د نړیوال جام ګټل دي

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپ وهونکی ویرات کوهلي ویلي، چې په …