د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) د شپږم پړاو سياليو ته له اخيستل کېدو وروسته په پاکستان کې هم د راشد خان مينه وال زيات شوي دي او په پي ايس ايل کې د هغه په لوبېدو يې د خوښۍ څرګندونه کړې ده.
راشد خان چې په پاکستان سوپر ليګ کې به د لاهور قلندرز لوبډلې سره ولوبېږي، خوښي يې ښکاره کړې ده، چې په پي ايس ايل کې اخيستل شوى او د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره به ولوبېږي او نوې تجربه به ترلاسه کړي.
د راشد خان ټويټ ته په سلګونه پاکستانيانو د هرکلي کمنټونه کړي دي او په پي ايس ايل کې يې د هغه په لوبېدو خوشحالي ښکاره کړې ده.
په دې لړ کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکي فخر زمان هم راشد خان ته هرکلى ويلى دى. هغه راشد خان ته په کمنټ کې ليکلي: ((ويلکم وروره.))
Welcome wrora
— Fakhar Zaman (@FakharZamanLive) January 11, 2021
ځينو نورو لوبغاړو هم راشد خان ته د هرکلي کمنټونه کړي دي.
د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه په کراچۍ او لاهور کې پيلېږي. دا لومړى ځل دى چې راشد خان به په دې سياليو کې برخه واخلي. خو داسې هم ويل کېږي چې ښايي راشد خان په لومړيو پنځه لوبو کې ګډون ونکړي.