کورپاڼه / خبرونه / د پاکستان ښځينه لوبډله سويلي افريقا ته لاړه
پاکستان ښځينه لوبډله

د پاکستان ښځينه لوبډله سويلي افريقا ته لاړه

د پاکستان کرکټ ښځينه لوبډله د سويلي افريقا هېواد ته لاړه، چې هلته به د سويلي افريقا د ښځينه لوبډلې سره سيالۍ ترسره کړي.

د پاکستان د ښځينه لوبډلې لوبډلمشري د جويريه خان په غاړه ده.

پاکستان او سويلي افريقا ښځينه لوبډلې به ٣ نړيوالې يو ورځنۍ او ٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د جنورۍ په ٢٠مه، دويمه د جنورۍ په ٢٣مه، دريمه د جنورۍ په ٢٦مه نېټه ترسره شي.

همدا راز د نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ به بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ د جنورۍ په ٢٩مه نېټه پيل شي، چې ورپسې به د جنورۍ په ٣١مه او د فبرورۍ په دريمه نېټه دا لوبې ترسره شي.

د کورونا وبا څخه وروسته دا لومړى ځل دى چې د پاکستان ښځينه لوبډله له هېواده بهر سفر کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

رحمان الله ګربز تاريخ جوړ کړ، د افغانستان لومړى او د نړۍ ١٦م لوبغاړى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي په خپله لومړۍ نړيواله …