کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان: د دې عزت او مقام ترلاسه کولو کې ٣٤ کاله لګېدلي
سلمان خان

سلمان خان: د دې عزت او مقام ترلاسه کولو کې ٣٤ کاله لګېدلي

د هندي فلمونو مشهور ستورى سلمان خان وايي، چې دا عزت او مقام يې په ٣٤ کلونو کې جوړ کړى دى او د خپل دې عزت او مقام ساتل هم ورته په غاړه دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، سلمان خان د (بيګ باس) خپرونې پر مهال خبرې کولې، چې يې وويل، زما چې څومره مينه وال دي، هغوى په دې پوهېږي، چې ما دا خپل مقام او عزت په اسانۍ نه دى ترلاسه کړى، د ډېر زيار او سختو نه وروسته مې دا هر څه ترلاسه کړي دي.

سلمان خان همدا راز زياته کړه، چې اوس هم بايد ډېر مخکې لاړ شم او ډېره مينه، عزت او درناوى بايد ترلاسه کړم. هغه وويل، له سلمان څخه سلو او اوس له سلو څخه بهايي (ورور) شوى يم.

د يادولو وړ ده چې سلمان خان د (بيګ باس) خپرونې کوربه دى چې له تېرو ١٠ کلونو راهيسې د دې خپرونې د کوربه په توګه کار کوي او د دې په بدل کې ورته ډېرې زياتې پېسې هم ورکول کېږي.

نوموړي په دې وروستيو کې د (رادهى: يور موسټ وانټيډ بهايي) په نوم فلم ثبت بشپړ کړى دى، خو تراوسه پورې يې د خپرېدو نېټه نه ده اعلان شوې.

همدا راز سلمان خان اوسمهال د بيګ باس تر څنګ په (انتم) فلم کې هم کار کوي.

دا هم ولولئ

نوازالدین صدیقي: د بالیووډ ستونزه خپلوي پالل نه دي بلکې نسل پرستي ده

د هندي سینما مشهور اداکار نوازالدین صدیقي ویلي دي، چې د بالیووډ ترټولو لویه ستونزه …