د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان چې په بيګ باش سياليو کې ښه وځلېده، له اسټراليا څخه د متحده عربي اماراتو پر لور روان شوى دى.
مجيب الرحمان په بيګ باش ليګ کې د بريسبين هيټ لوبډلې لپاره لوبېده، چې ١٤ ويکټې يې ترلاسه کړې او اکانومي يې ٦.٢ ده.
بريسبين لوبډلې د مجيب الرحمان يوه ويډيو په هم په ټويټر کې خپله کړې ده او ورته يې ليکلي دي، چې زموږ به په يادېږې. دوى همدا راز د راتلونکو نړيوالو لوبو لپاره ورته ښې پېرزوينې ليکلي دي.
د بريسبين هيټ له لوري دغه ويډيو ته مجيب الرحمان په خپله هم ريپلاى کړې ده او ورته يې ليکلي دي، چې په راتلونکو لوبو کې ښه وځلېږئ.
Good luck boys for the coming matches keep #shining 💪💪👌👊🏾
— Muj R 88 (@Mujeeb_R88) January 12, 2021
د بريسبين لوبډلې لوبډلمشر هم د مجيب الرحمان په اړه په انسټاګرام کې يو پوسټ کړى دى او هغه ته يې د ښه سفر هيله کړې ده، چې دا عکس مجيب الرحمان هم د خپل انسټاګرام په سټوري کې خپور کړى دى.
د يادولو وړ ده چې محمد نبي له دوى مخکې متحده عربي اماراتو ته راغلى دى، همدا راز راشد خان هم پرون په بيګ باش کې خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه او نن به راروانېږي.
په دوى پرته ظاهر خان او نور احمد هم د بيګ باش سياليو کې لوبېږي، چې هلته به تر پاى پورې له خپلو لوبډلو سره پاتې شي.