د اسټراليا د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ وهونکي سټيو سمیت د ټیسټ په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي وروسته پرېښود او دوهم مقام يې تر لاسه کړ.
د اسټراليا او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ درېیمه ټيسټ سیالۍ چې پرون مساوې پای ته ورسیده، سم له وارې ای سي سي د ټیسټ سیالیو درجه بندې اعلان کړه.
چې په نوې اعلان شوي درجه بندۍ کې د نیوزیلنډ د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان کین ویلیمسن لومړی اسټرالیایي سټيو سمیت دوهم او د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي درېيم مقام ته ورګوزار شو.
Kane Williamson retains the top spot!
⬆️ Steve Smith takes second place
⬆️ Henry Nicholls leaps into the top 10Here’s the latest update in the @MRFWorldwide ICC Test Rankings ☝️#ICCRANKINGS pic.twitter.com/nliMxZQQGK
— ICC (@ICC) January 12, 2021
ویراټ کوهلي چې په ټیسټ سیالیو کې دوهم مقام له ځان سره درلود اوس په تازه اعلان شوي درجه بندۍ کې يې خپل درېیم مقام له لاسه ورکړی دی.
ویراټ کوهلي په داسې مهال شاته کيږي چې د اسټراليا خلاف په دوو ټیسټ سیالیو کې د خپل د اولاد د پيدا کیدو له امله ونه لوبيد.
د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم او بين سټوکس هم يو يو مقام پرمختګ کړى دى او پنځم او شپږم مقام ته رسېدلي دي، د اسټراليا مارنوس لابوشين په خپل څلورم مقام کې دى او د هند اجينکى ريهانى بيا ٧م مقام ته ښکته شوى دى.
چيتيشور پجارا هم ٨ مقام ته پورته شوى دى، هينري نيکولاس بيا په خپل نهم مقام کې دى او د اسټراليا ډيويډ وارنر ١٠م مقام ته ښکته شوى دى.
خبريال : لعل آغا ابراهیمي