د اسټراليا سفر د هند کرکټ ملي لوبډلې ته له دې امله هم ډېر ګران تمامېږي، چې پرلپسې يې مهم لوبغاړي ټپيان کېږي او له پاتې سياليو څخه بهر کېږي.
تازه د هند کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکى جسپريت بومرا هم د ټپونو له امله د اسټراليا پر وړاندې د څلورمې ټېسټ لوبې څخه بهر شوى دى.
د هند کرکټ بورډ وايي، چې جسپريت بومرا په سډني کې د فيلډنګ پر مهال په خېټه کې د فشار شکايت وکړ، چې له ټېسټونو وروسته معلومه شوه، چې د سټرين مشکل لري او له همدې امله د وروستۍ يا څلورمې ټېسټ لوبې څخه بهر شو.
د بي سي سي اى مسوولينو ويلي دي، چې که نوموړى بېرته ژر روغ شي، نو د انګلستان پر وړاندې سياليو کې به ولوبېږي.
جسپريت بومرا د اسټراليا پر وړاندې په دريمه ټېسټ لوبه کې ښه توپ اچونه ترسره کړې وه. داسې ويل کېږي چې ښايي د هغه پر ځاى محمد سراج واخيستل شي.
India could be without Jasprit Bumrah, the leader of their pace attack, for the #AUSvIND series decider in Brisbane
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) January 12, 2021
خو دا د هند لومړنى لوبغاړى نه دى چې د اسټراليا پر وړاندې له سياليو څخه بهر شوى دى، بلکې تر دې مخکې ٦ نور لوبغاړي هم د ټپونو له امله له دې سياليو څخه بهر شوي دي، چې جسپريت بومرا په دې ليسټ کې اووم شو.
هغه لوبغاړي چې د اسټراليا پر وړاندې له سياليو څخه بهر شوي دي، په هغوى کې محمد شامي، اميش يادو، کى ايل راهول، رويندرا جډيجا، هنوما ويهاري او روي چندرن اشوين هم شامل دي.