د امريکا غږ راډيو مشهور خبريال مطيع الله عابد تازه د افغانانو تر نيوکو لاندې راغلى دى او نه يوازې په هغه سختې نيوکې روانې دي، بلکې په ټولنيزو رسنيو کې، په ځانګړې توګه په فېسبوک کې د هغه په اړه پوسټونه کېږي او د ناملګري او ان فالو غوښتنه يې هم کېږي.
ويل کېږي چې له تېرو ٧ ساعتونو راهيسې په زرګونو کسانو مطيع الله عابد ان فالو کړى دى او لا هم دا لړۍ روانه ده.
دا هر څه وروسته له هغې وشو، چې ٧ ساعته مخکې مطيع الله عابد په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې يو پوسټ وکړ، چې اوسمهال تر ٣٧٣ زرو زيات تعقيبوونکي يا فالورز لري.
نوموړي په دې پوسټ کې ليکلي دي: ((يو دا د فيسبوک فرينډ کيدو ته سوال ځارۍ نه دي پکار، عزت نفس هم يو شى دى که نه؟))
له دې پوسټ وروسته په مطيع الله عابد د افغانانو نيوکې پيل شوې دي، چې ياد پوسټ ته يې تراوسه پورې پنځه نيم زره کسانو تبصرې هم کړې دي، چې زيات يې پر هغه له نيوکو ډکې دي.
د هغه په دې پوسټ باندې تر ٤ زرو څخه زياتو کسانو په ايموجي کې هم بېلا بېل غبرګونونه ښودلي دي.
خو د مطيع الله عابد د دې پوسټ سکرين شاټونه بيا په فېسبوک کې بېخي ډېر لاس په لاس کېږي او له خلکو څخه غوښتنه کېږي، چې بايد ان فالو يې کړي.
ډېرى خلکو د مطيع الله عابد دا پوسټ يو سپکاوى بللى دى، خو مطيع الله عابد د ٧ ساعتونو تېرېدو او د دومره زياتو کمنټونو وروسته هم نه ياد پوسټ ليرې کړى او نه يې هم په دې اړه کوم وضاحت ورکړى دى.