کورپاڼه / روغتيا / يوه ورځ کې څومره ممپلي بايد وخوړل شي؟
ممپلي

يوه ورځ کې څومره ممپلي بايد وخوړل شي؟

د ژمي په موسم کې وچې مېوې بيا خلک ډېرې خوري، خو يو څه چې د ژمي په موسم کې ورسره خلک علاقه ډېره لري، هغه هم ممپلي دي، چې خلک ترې خوند اخلي.

د بخارۍ غاړې ته په ناسته د ممپليو خوړلو خوند هم بل ډول دى، خو په ګپ شپ کې انسان دومره ډېر ممپلي وخوري، چې په خپله هم ورته معلومات نه کېږي.

نن درته دلته وايو، چې د ژمي په موسم کې د ورځې بايد څومره ممپلي وخورئ.

روغتياپالان وايي، چې که غواړئ له روغتيا څخه برخمن پاتې شئ، نو د ورځې يو موټى ممپلي وخورئ. دوى دا هم وايي، چې ځينې ځينې کسان کولاى شي ډېر هم وخوري، خو د هر چا لپاره يې ډېر خوراک ښه نه دى.

دوى همدا راز زياتوي، چې د ممپليو د خوړلو تر ټولو ښه وخت سهار او غرمه دى، خو تاسې کولاى شئ چې ماښام يې هم له خوراک څخه خوند واخلئ.

روغتياپالان بيا دا هم وايي، چې د شپې پر مهال يا تر ويده کېدو دمخه د ممپليو خوراک ښه نه دى.

Loading...

دا هم ولولئ

نعناع

نعناع یا ویلنی د نیم سري (د نیم سر درد) په درملنه کې اغېزمن وي

د نعناع یا ویلني استعمال خو هسې هم د روغتیا لپاره په پوره اندازه ګټور …