کورپاڼه / بېلا بېل / مطيع الله عابد خپل پوسټ ډيليټ او بخښنه يې وغوښته
مطيع الله عابد

مطيع الله عابد خپل پوسټ ډيليټ او بخښنه يې وغوښته

د امريکا غږ راډيو مشهور خبريال مطيع الله عابد خپل مخکينى پوسټ ډيليټ کړ او په يو بل پوسټ کې يې له هغه خلکو بخښنه هم وغوښته، چې د هغه په پوسټ خفه يا غصه شوي دي.

نوموړى چې په فېسبوک کې ډېر تعقيبوونکي لري، څو ساعته مخکې يې يو پوسټ وکړ، چې پکې يې ليکلي و: ((يو دا د فيسبوک فرينډ کيدو ته سوال ځارۍ نه دي پکار، عزت نفس هم يو شى دى که نه؟))

د هغه په دې پوسټ سختې نيوکې وشوې او په زرګونو خلکو مطيع الله عابد ان فالو کړو او همدا راز په فېسبوک کې يې په اړه ډېرو خلکو پوسټونه هم وکړل.

اوس تازه مطيع الله عابد دغه پوسټ ډيليټ کړى او يو وضاحت يې خپور کړى دى.

هغه ليکلي دي: ((دوستان خفه بلکې غصه دي چې دې پوسټ کې خداى نخواسته د فيسبوک فرينډ ريکوسټ ليږونکو بې احترامي کې يا مې ځان ډېر مهم بللى، بلکل نه، يوه خبره هم پکې والله که وي، بس د الفابو انتخاب به رانه سم نه وي شوى.))

هغه مخکې ليکي: ((يو ځل بيا يې وايم چې فيسبوک يو نعمت دى او دوست يې غنيمت، خو دا دوستي بايد د انساني کرامت په بيه نه وي. زه هره ورځ وينم چې ښه ښه ځوانان په ميسجونو او کمنټونو کې همدا خواست کوي فرينډ ريکوسټ مې ومنه. پليز او خداى دپاره. منم چې مينه هم ده. خلوص هم دى. خو دومره زيات او وار وار ويل يې راته سم نه ښکاري، نو ځکه مې وويل د فيسبوک فرينډ ريکوسټ سره به ځان هم مهم ساتو. دا مې درنه خواهش دى.))

مطيع الله عابد بل پوسټ

هغه زياتوي: ((که د خواهش او هيلې د غوښتنې طريقه مې غلطي وي، بخښنه غواړم او څنګه چې دوستان خوشاله وي هغې کې زما خوشالي هم ده. تل په شان به سره ملګري يو، ښاد او اباد اوسئ.))

د يادولو وړ ده چې په دغه پوسټ باندې مطيع الله عابد زرګونه تعقيبونکي له لاسه ورکړل.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …