کورپاڼه / روغتيا / آیا د مخ ګونځي زموږ د روغتیا په اړه راته څه ویلی شي؟

آیا د مخ ګونځي زموږ د روغتیا په اړه راته څه ویلی شي؟

په نارینه او ښځینه وو کې د مخ ګونځي هغه مهال را څرګندېږي، چې کله د زړښت په درشل قدم کېږدي، خو روغتیایي کارپوهان بیا وایي چې د مخ ګونځي د بدن د غړو د ستونزو په اړه ځینې نښې، نښانې څرګندوي.

د جرمني د ډي ډبلیو ویب سایټ له مخې ویل کېږي، چې د مخ ګونځي هغه که په تندي وي یاهم د سترګو په شاوخوا او یاهم په کوم ځای کې وي دا ګونځي یوازې د زړښت نښې نه وي، بلکې د روغتیا په اړه مو له ځانګړو ستونزو هم خبروي.

د تندي ګونځې:

پر تندي باندې موجودې ګونځې چې بالکل په واضحه توګه څرګندېږي، په اړه یې د پوستکي د نړیوال انسټیوټ استاد ایماهوبسون وایي، کله چې په تندي ګونځې را څرګندې شوې، نو باید ورته پاملرنه وشي ځکه چې دا ګونځې د معدې او مثانې د ستونزو په اړه معلومات راکوي. دغه په لاندې برخه کې د ګونځو واقع کېدل د ځینو توکو سره د حساسیت او ډېری وخت د پوستکي د ناروغۍ په اړه له ځان سره خبر راوړي.

د سترګو د شاوخوا ګونځې:

ویل کېږي چې سترګې له ځیګر سره ژورې اړیکې لري، نو هغه ګونځي چې د سترګو پر شاوخوا رامنځته کېږي، د ځیګر د ستونزو په باب راته خبر راکوي. دغه راز ډېر خوراک او نشه کول هم ورته ستونزې راولاړولی شي. بله خوا ویل کېږي چې سترګو پر شاوخوا ګونځې د اومیګا تري فیټي اسید، د ګردو ناروغي او د لوړ فشار نښې ګڼلی شو.

د خولې او زنې پر شاوخوا ګونځې:

خوله او د زنې شاوخوا برخې له هاضمې سیستم سره اړیکې لري، نو که چېرته د پوزې او زنې ترمنځ ژورې ګونځې رامنځته شي، نو دا ډول ګونځې د بدهضمۍ په سبب وي، خو که چېرته د شونډو پر شاوخوا ګونځې رامنځته شي، نو د خپګان او ناهیلۍ نښه یې ګڼلی شو. دغه راز د سګریټ څکلولو په سبب رامنځته کېدونکې ګونځې ژورې وي، نو ددې لپاره چې ذکر ګونځې له منځه یوسو، باید سګریټ څکول پرېږدو.

په دې کې هیڅ شک نشته چې د مخ ټولې ګونځې د روغتیایي ستونزو نښې، نښانې نه وي، بلکې د زړښت یا د عمر په ډېرېدو سره په دا ډول ګونځو کې زیاتوالی رامنځته کېږي، خو که چېرته مو په کم عمرۍ کې مخ ګونځې پیدا کړې، نو په داسې حالاتو کې ډاکتر ته مراجعه کول اړین تمامېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د انټي بیوټیکو استعمال د ماشومانو لپاره خطرناک وي

د امریکا په متحده ایالاتو کې د یوې څېړنې له مخې روغتیایي کارپوهانو موندلې، چې …