کورپاڼه / روغتيا / د وچو مېوو روغتیایي ګټې او تاوانونه

د وچو مېوو روغتیایي ګټې او تاوانونه

عموماً هغه وچې مېوې چې په جوړښت کې یې په زیاته اندازه پروټین موجود وي استعمال یې د روغتیا لپاره ډېر اړین ګڼل کېږي، خو لکه څنګه چې د وچو مېوو استعمال ګټور تمامېږي، په همدې شکل ځینې تاوانونه هم لري، چې په اړه یې معلومات ترلاسه کول اړین ګڼل کېږي.

دغه راز د کورونا د ویروس په خپرېدو سره د روغتیایي کارپوهانو لخوا د وچو مېوو په استعمال ټینګار شوی، چې له دې څخه په واضحه توګه څرګندېږي، چې وچې مېوې د دفاعي سیستم په قوت او د ډېرو ناروغیو څخه په مخنیوي کې ګټورې تمامېږي او هغه کسان چې یوازې له سبو څخه کار اخلي، هم کولی شي چې د وچو مېوو په ذریعه پروټین لاسته راوړي. که څه هم د وچو مېوو څخه په هغه اندازه پروټین نه ترلاسه کېږي لکه څنګه چې له تازه مېوو، غوښې او هګۍ څخه ترلاسه کېږي، خو له وچو مېوو څخه ترلاسه شوي پروټین بیا ډېر ګټور وي، ځکه چې پروټین باید له هغه توکو څخه لاسته راشي چې د کلیسټرولو او سیچوریټډ کچه یې لږه وي، نو ځکه خو روغتیایي کارپوهان د حیواناتو په پرتله د مېوو او سبو پروټین غوره ګڼي. نن ورځ مو هڅه کړئ ترڅو د وچوو مېوو ګټې او تاوانونه په یوځای سره بیان کړو، ترڅو یې له ګټو مستفید او له تاوانونو یې وژغورل شئ.

بادام:

بادام د وچوو مېوو بادشاه ګڼل کېږي او په اړه یې ویل کېږي چې بادام باید د خوراک پرمهال ښه وژول شي. دغه راز که چېرته د سهار پرمهال وخوړل شي، د حافظې د قوت او د ملا د نرۍ کېدو لامل کېږي. خو که چېرته بادام د شپې لخوا په اوبو کې واچول شي او د سهار پرمهال په نهاره وخوړل شي، د معدې، سترګو او دماغو د تازه والي سبب کېدلی شي. خو بله خوا ویل کېږي که چېرته بادام په اوبو کې وا نه چول شي او استعمال شي، د قبض ستونزې رامنځته کوي او تریخه بادام د سترګو ناروغي رامنځته کوي او د مرګ خطر هم ډېروي.

چارمغز:

چارمغز چې د انسان د دماغو په څېر یې شکل دی، هغه مېوه ده چې په جوړښت کې یې ویټامین او معدني مالګه موندل کېږي، چې بیا همدغه مواد نه یوازې عضلې مصبوطوي، بلکې د میتابولیزم د تېزوالي لامل هم ګرځي. خو که چېرته په ډېره اندازه استعمال شي، د ستوني د خرابېدو او د خولې د پولۍ کېدو سبب ګرځي. دغه راز د د چارمغزو د خوړلو وروسته د چای څښل زیانمن تمامېږي.

جنغوزي:

جنغوزي د ځیګر او ګردو لپاره ګټور وي، ځکه چې دغه مېوه کلیسټرول نه لري او په لږه اندازه یې خوړل د وزن د کمښت سبب کېږي. خو یاده دې وي چې جنغوزي باید له خوراک وروسته استعمال شي، کنه نو اشتها له منځه وړي. دغه راز له ۲۰ ګرامو څخه ډېر خوراک یې د سر او بدن د دردونه لامل کېږي.

خرما:

خرما نه یوازې دا چې په انفرادي توګه استعمالېږي بلکې له نورو شیانو سره هم د کارولو وړ ده او په ۱۰۰ ګرامه خرما کې د ۲.۴۵ ګرامو پروټین په ګډون ۸ ګرامه فایبر هم لري. دا چې خرما ډېره خوږه مېوه ده، نو په همدې حساب باید د شکر له ناروغانو لرې وساتل شي او په ورځ کې له دریو خرماوې ډېرې خوړل ښه نه وي، کنه نو د شکر کچه به لوړه او د خېټې د خرابۍ لامل به وګرځي.

مویز یا کشمش:

مویز یا کشمش د انګورو وچ شکل دی، چې ډېری وخت له خوږو توکو سره استعمالېږي او د غاښونو په قوی کولو سبب کېږي، خو د ګرم اغېز په سبب یې ډېر خوراک د خېټې د خرابېدو، چکر خوړلو، د پوزې څخه د وینه بهېدنه او د دانو د راختلو لامل هم کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

نعناع

نعناع یا ویلنی د نیم سري (د نیم سر درد) په درملنه کې اغېزمن وي

د نعناع یا ویلني استعمال خو هسې هم د روغتیا لپاره په پوره اندازه ګټور …