کورپاڼه / جالب / هغه آله چې د سپي د آواز یا غپا په مطلب مو پوهوي تیاره شوه

هغه آله چې د سپي د آواز یا غپا په مطلب مو پوهوي تیاره شوه

د جنوبي کوریا د ټیکنالوژۍ یو شرکت یوه داسې آله جوړه کړې، چې په وسیله یې د سپي آواز یا غپا پېژندل کېدلی شي. ویل کېږي چې دغه آله د (پیټ پلس) په نوم د یو شرکت لخوا جوړه شوې او له مصنوعي ځرکتیا څخه یې په تیارولو کې ګټه اخیستل شوې، چې د سپي د غپا په مطلب پوهېدل ممکنوي او انسانانو ته یې د رسولو وړتیا لري.

راپورونه زیاتوي چې د ذکر شوې آلې په ډیټا بیس کې د سپیو د پنځوسو نسلونو څخه یې لس زره د آوازونو یا د غپا ډولونه راټول کړي او یو له بل سره یې پرتله کړي دي. دغه راز دغه آله د سپیو د غپا له مخې د دوی احساسات پېژني یعنې سپی خوشحاله دی، خپه یا پریشانه دی او که غواړي چې لوبه وکړي او داسې نور

ویل کېږي ددې لپاره چې ذکر شوې آله ډېره ګټوره او پایلې یې ښې ثابتې شي، نو په سیول نړیوال پوهنتون کې یې پرې ډېر څېړنېز کارونه ترسره کړي او د احساساتو د پېژندلو د اندازې درجه بندي یې ۸۰ سلنه منل شوي ده. د پیټ پلس د شرکت د وینا له مخې ویل کېږي، کله چې په دې آله کې د آوازونو ډیټا جمع شي، نو د کار کولو وړتیا به یې نوره هم ښه او غوره شي.

هغه کسان چې د خپلو سپیو لپاره ذکر آله اخلي، نو په آله کې د نصب شوي ډیوایس په مرسته به یې له خپلو ځیرکو موبایلونو سره نښلوي او د همدې لپاره د ځانګړي اپلیکیشن په مرسته به د سپیو ورځني فعالیتونه، د خوب عادتونه او د خوراک په اړه معلومات ترلاسه کوي او د روغتیا په ساتنه کې به یې ګټور تمام شي.

یاده دې وي چې له دې څخه دمخه د پیشوګانو د آوازونو اړوند یو اپلیکیشن جوړ شوی و، چې له مخې  یې د پیشو آوازونه او احساسات پېژندل کېدلی شول.

Loading...

دا هم ولولئ

اندونېزيايي سوداګر

د کورونا ويرې له امله يو سړي د ځان او ښځې لپاره د ټولې الوتکې ټکټونه واخيستل

د کورونا ويروس څخه د ځان ساتلو لپاره د ٦ فوټه ټولنيز واټن ساتلو لارښوونه …