کورپاڼه / روغتيا / څوک له شېدو سره حساسیت لري او دغه حساسیت یې ولې وي؟

څوک له شېدو سره حساسیت لري او دغه حساسیت یې ولې وي؟

شېدې له ډېرو اړینو غذایي توکو څخه ډکې وي، چې بیا د انسان پر مجموعي روغتیا ډېرې اغېزې پرېباسي، خو ځینې داسې کسان هم شته چې له شېدو سره حساسیت لري او د شېدو په جوړښت کې موجود پروټین نه شي برداشت کولی، نو راځئ چې نن ورځ په همدې اړه دا لیکنه تر پایه پورې ولولو.

د حساسیت بنسټېزه وجه د غوا شېدې وي:

د خوراکي توک کارپوه ډاکتر میرنا الفتي وایي، چې د غوا شېدې په ماشومانو کې له شېدو سره د حساسیت بنسټیزه وجه وي، چې له پیدایښت څخه یې څو میاشتې وروسته څرګندیږي. الفتي زیاتوي چې د ماشومانو د دغه ډول حساسیت د له منځه وړلو ترټولو غوره لار د میندو شېدې دي. یعنې ځینې میندې د غوا شېدې څښي، چې بیا یې په سبب پروټین ماشوم ته انتقالېږي او کله چې ماشوم د مور شېدې څښي، نو ځینې غبرګونو له ځانه ښایي او د ډېرو ناروغیو سبب یې کېږي، چې د ډاکترانو لخوا میندو ته بیا دا لارښوونه کېږي، چې خپل ماشوم ته دې تر شپږو میاشتو شېدې ورکړي، ترڅو یې حساسیت او نورې ستونزې حل شي.
ویل کېږي هغه کسان چې له شېدو سره حساسیت لري، دفاعي سیستم یې په شېدو کې موجود پروټین د زیانمنو توکو په ډول سره پېژني. یاده دې وي چې د غوا په شېدو کې دوه ډوله پروټین موجود وي چې د حساسیت لامل ګرځيدلی شي.

په عام ډول هغه ماشومان چې ذکر شوی حساسیت لري، غبرګونونه یې ډېر ورو وي، چې د وخت په تېرېدو سره د خېټې درد، اسهال، خارښت، په ځنډ سره ټوخی، د پوزې بهیدنه، د هډوکو سوخت، کانګې، د سر درد، د خولې او پوستکي سوخت، ټیټ فشار او د ساه اخیستلو ستونزې رامنځته کوي.

له شېدو سره د حساسیت تشخیص څنګه او له کومو توکو څخه ځان ساتنه پکار وي؟

ددې لپاره چې له شېدو سره حساسیت تشخیص شي، ډاکتران له ډېرو لارو چارو څخه ګټه اخلي لکه د پوستکي او بدن معاینه کول، د وینې آزموینه او د انټي باډیو کچه معلومونه. دغه راز هغه کسان چې د ذکر شوې ستونزې سره مخ وي له مستو، د غوا له شېدو، له پوډري شېدو، کوچو، کریمو او پنیر څخه دې ډډه وکړي.

درملنه:

ډاکتر میرنا الفتي وایي چې د ذکر شوې ستونزې یواځینۍ حل لاره له شېدو او له شېدو څخه د جوړو شوو توکو څخه ډډه کول دي.

په لویانو کې له شېدو سره د حساسیت ستونزه:

ډاکتر میرنا الفتي په لویانو کې د شېدو د حساسیت په اړه وایي، لکه څنګه چې د عمر په ډېرېدو سره د انسان په بدن کې بدلونونه رامنځته کېږي، چې بیا د همدې بدلونونو په نتیجه کې په حساسیت هم اخته کېدلی شي. یعنې په داسې حالاتو کې د بدن د هضم سیستم ښه کار نه کوي، چې بیا د شېدو په استعمال سره د خېټې اړوند ډېرې ستونزې رامنځته کېږي. دغه راز د معدې ځینې زیانمن درمل هم له شېدو سره د حساسیت لامل کېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د شړشمو تخم (دانې) د روغتیا لپاره حیرانوونکې ګټې لري

ویل کېږي چې د شړشمو تخم د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي او د ګلوکوسینولیټ …