کورپاڼه / خبرونه / رييس احمدزى: که پاکستان موږ نه د لوبو غوښتنه وکړي، نو فکر به پرې وکړو
رييس احمدزى

رييس احمدزى: که پاکستان موږ نه د لوبو غوښتنه وکړي، نو فکر به پرې وکړو

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ډايريکټر رييس احمدزى وايي، چې موږ په ايف ټي پي کې هم له پاکستان سره لوبې لرو او که چېرته پاکستان موږ نه د لوبو غوښتنه وکړي، نو موږ به پرې فکر وکړو.

رييس احمدزي چې د ملي سپورټ سره يې په پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) کې د افغان لوبغاړو د اخيستو په تړاو خبرې کولې، وې ويل، چې موږ خپلو ګټو ته ګورو، هر ځاى کې چې زموږ او زموږ د لوبغاړو ګټې وي، موږ به هغه کار کوو.

نوموړي وويل، چې سياست او ورزش جلا برخې دي او په حکومت کې د هرې برخې لپاره خپل ځانګړي خلک دي، چې په هماغه برخه کې کار وکړي.

رييس احمدزي وويل، چې موږ په مخکې ډېرې لوبې لرو او لوبغاړي به ډېر مصروفه وي، خو که لوبغاړي وزګار وي، نو هغه به هلته ورشي.

رييس احمدزي د پاکستان سره د لوبو په تړاو وويل، چې موږ غواړو د ټولو کرکټ بورډونو سره خپلې اړيکې ښې کړو او که پاکستان هم موږ نه د لوبو غوښتنه وکړي، نو فکر به پرې وکړو.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) شپږم پړاو سيالۍ د فبرورۍ مياشتې په ٢٠مه نېټه د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې پيلېږي.

دا لومړى ځل دى چې د پاکستان سوپر ليګ ټولې لوبې په پاکستان کې ترسره کېږي.

دغه سياليو ته راشد خان د لاهور قلندرز، محمد نبي او نور احمد د کراچۍ کنګز، مجيب الرحمان د پېښور زلمي او قېس احمد د کوټې ګليډيټرز لوبډلو اخيستي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

لاهور قلندرز: پي ایس ایل کې د راشد خان ایکشن ته سخت په تمه یو

د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو سیالیو ته راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې …