کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوشکۍ لرونکى ماسک هم جوړ شو
ماسک

ګوشکۍ لرونکى ماسک هم جوړ شو

د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره ماسک يو له مهمو شيانو څخه دى، چې اوس د ژوند لازمي برخه هم ګرځېدلې ده.

د کورونا له راتګ وروسته په ماسکونو کې هم ډېرې بڼې راووتلې او ځينو خلکو خو بيا شوقي د طلا او الماسو ماسکونه هم جوړ کړل، خو اوس په لومړي ځل يو داسې ماسک جوړ شوى دى، چې په مرسته يې تاسې موبايل له جېبه راويستلو ته اړ نه يئ او د همدې ماسک په مرسته به زنګونو ته ځواب ورکوئ.

تازه د ټېکنالوژۍ په تر ټولو ستر پروګرام (سي اي ايس) ٢٠٢١ کال د بيناټون په نوم شرکت يو داسې ماسک وړاندې کړى دى، چې هم ګوشکۍ لري او هم د خبرو لپاره مايک لري.

په پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبال دې ماسک ته د (ماسک فون) نوم ورکړل شوى دى، چې په اسانۍ سره وينځل کېداى هم شي او په دې کې د اين ٩٥ ماسک فلټرونه هم لګول شوي دي.

دا شرکت ادعا لري چې د دې ماسک په مرسته به خلک بهر د ګرځېدو يا په دفتر کې د کار پر مهال خبرې هم وکولاى شي.

په دې ماسک کې تارونه په داسې ډول لګول شوي دي، چې د باران پر مهال يې هم تاسې کارولى شئ.

که يو څوک وغواړي چې دا ماسک ووينځي، نو لومړى به له دې څخه ايربډز راوباسي او بيا له هغه وروسته په اسانۍ سره کولاى شي چې وې وينځي.

په دې ماسک کې چې کومه بيټري لګېدلې ده، هغه ١٢ ساعته کار کوي او د دې بيه ٥٠ امريکايي ډالر ده، دا په دوه بڼو کې دى، چې يو يې کوچنى او بل يې لوى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

سګنال اپليکېشن

د کاروونکو له زياتېدو وروسته سګنال اپليکېشن کار پرېښى

د وټساپ د نوې پالېسۍ تر اعلان وروسته د سګنال اپليکېشن کاروونکي په چټکۍ سره …