کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر غني: په اسلامي فلسفه کې د حکومتولۍ اساس عدالت دی

ولسمشر غني: په اسلامي فلسفه کې د حکومتولۍ اساس عدالت دی

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې په اسلامي فلسفه کې د حکومتولۍ اساس عدالت دی. هغه وايي د عدالت کړۍ زموږ مهم میراث دی، زموږ اصول عدالت او د قانون حاکمیت د هغه اساس دی.

دا خبرې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په پوهنتون کې کړې دي. هغه د کابل پوهنتون کې د سولې په اړه لیکچر ورکاوه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې له نړيوال ليد څخه د افغانستان د خلکو يوازينی مشروع استازی، د افغانستان اسلامي جمهوريت دی.

ولسمشر غني زیاته کړه، ستاسې د منختب ولسمشر په توګه زما کلیدي دنده دا ده چې د افغانستان د خلکو ازادې ارادې له لارې ملي اقتدار خپل ځای ناستي ته وسپارم.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د موقت حکومت په اړه د بېلا بېلو خواو نه غږونه راپورته شوي دي، چې ولسمشر غني په خپله وروستۍ مرکه کې هم په دې اړه غږېدلی و.

نوموړي ویلي و، چې موقت حکومت نه جوړېږي او واک به یوازې هغه چاته وسپاري چې د ټاکنو له لارې منتخب شوی وي.

ځینو رسنیو داسې خبرونه هم خپاره کړي و، چې زلمي خلیلزاد یو شمېر سیاستوال په یو ځای کې راغونډ کړي و، تر څو د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د هغوی نظرونه واخلي او بيا يې له امریکا سره شریک کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

سرپل کې د ۹۲۰۰ افغانیو ټلویزیون په ۱۴۵ زره او د ۱۰۵۰ افغانیو ترومیل په ۱۳۰ زره اخیستل شوی

د سرپل ولایت لپاره پېرل شوي طبي توکي دومره په ګرانه بیه پېرل شوي دي، …