کورپاڼه / خبرونه / راشد خان سټرايکرز ته: زه خپلې دندې ته راستون شوم، خو تاسې ټول څارم
راشد خان (5)

راشد خان سټرايکرز ته: زه خپلې دندې ته راستون شوم، خو تاسې ټول څارم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان د اسټراليا څخه متحده عربي اماراتو ته تللى دى، خو د اډيليډ سټرايکرز لوبډلې ته يې ويلي دي، چې زه تاسې بيا هم څارم.

راشد خان چې دوه ورځې مخکې يې په بيګ باش کې د اډيليډ سټرايکرز لپاره خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه، له ښه ځلېدو وروسته د ملي لوبډلې سره د يو ځاى کېدو لپاره متحده عربي اماراتو ته لاړ.

همدا راز راشد خان په بيګ باش ليګ کې پنځوسمه لوبه هم تېره ورځ ترسره کړه.

راشد خان تازه په يو ټويټ کې له اسټراليا څخه مننه کړې ده او ويلي يې دي، چې زه خپلې ملي دندې ته راستون شوم، خو د اډيليډ سټرايکرز لوبډلې باندې باور لرم.

هغه وويل، چې هره لوبه يو چېلنج وي او زده کړه پکې ترلاسه کېږي. نوموړى وايي، چې د لوبډلې طاقت د هرې لوبغاړي طاقت او د هر لوبغاړي طاقت د لوبډلې طاقت دى. هغه وايي، زه تاسې څارم او يادېږئ مې.


د راشد خان دې ټويټ ته اډيليډ سټرايکرز هم کمنټ کړى دى او له راشد خان څخه يې مننه کړې ده.

د يادولو وړ ده چې افغانستان له ايرلېنډ سره درې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کوي، چې دا لوبې به د جنورۍ په ٢١مه نېټه پيل شي.

دا هم ولولئ

سریلانکا د بنګله دېش لوبډلې ته په زړه پورې ماتې ورکړه

سریلانکا د نړیوال شل اوریز جام له لومړي پړاو وروسته د سوپر (۱۲) پړاو پخپله …