له محمد نبي او راشد خان وروسته مجيب الرحمان هم په بيګ باش ليګ کې خپله وروستۍ لوبه ترسره کړې ده او له اسټراليا څخه متحده عربي اماراتو ته ځي، تر څو هلته د ملي لوبډلې سره د راتلونکو سياليو لپاره يو ځاى شي.
مجيب الرحمان په يو ټويټ کې د بريسبين هيټ لوبډلې څخه مننه کړې ده او ويلي يې دي، چې ډېر ښه وخت يې هلته تېر کړ.
نوموړي همدا راز ويلي دي، چې هيله يې وه د ليګ ټولو سياليو کې برخه واخلي، خو بدبختانه د ملي لوبډلې د لوبو لپاره ځي. هغه همدا راز خپلې لوبډلې ته نېکې پېرزوينې وړاندې کړې دي او ويلي يې دي، چې انشاء الله ژر به بيا سره وويني.
Ones again thank you @HeatBBL heat for having me I had so much fun with the boys and stuff I really wish I could stay the all season but #unfortunately I have to leave for #international #Duties good luck for the rest of the #season. Inshallah I’ll see you guys soon ❤️❤️ @BBL pic.twitter.com/lHFkLXl5Nm
— Muj R 88 (@Mujeeb_R88) January 13, 2021
د ملي لوبډلې درې مخکښ لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان چې د اسټراليا په بيګ باش ليګ کې د بېلا بېلو لوبډلو لپاره لوبېدل، د ايرلېنډ پر وړاندې ٣ نړيوالو سياليو ته هم غوره شوي و.
محمد نبي څو ورځې وړاندې له اسټراليا څخه متحده عربي اماراتو ته ستون شوى دى، خو راشد خان او مجيب الرحمان تازه له اسټراليا څخه متحده عربي اماراتو ته ورځي.
افغانستان له ايرلېنډ سره ٣ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې لري، چې دا لړۍ به د جنورۍ په ٢١مه نېټه پيل شي.
د يادولو وړ ده چې مجيب الرحمان په بيګ باش ليګ کې ښه وځلېده او په يوه لوبه کې يې پنځه لوبغاړي هم وسوځول، چې د بيګ باش د تاريخ څلورمه غوره توپ اچونه يې ترسره کړه.