کورپاڼه / بېلا بېل / ګرانبيه ورزشي بوټان چې ٤ ميليونه ډالر بيه لري
ورزشي بوټان جوګرز

ګرانبيه ورزشي بوټان چې ٤ ميليونه ډالر بيه لري

دا ورزشي بوټان د Bicion له لوري د Mache Custom Kicks سره په ګډه په ٢٠١٦ کال کې جوړ شوي و، چې تر ننه د نړۍ تر ټولو ګرانبيه ورزشي بوټان يا جوګرز دي.

د دې جوګرز (ورزشي بوټان) بيه ٤ ميليونه امريکايي ډالر ده.

د ميل انلاين وېبپاڼې د راپور په وېنا، په دې جوګرز (ورزشي بوټان) کې الماس، د نيلم کاڼي او طلا کارول شوي دي، د دې په پړو کې هم الماس لګول شوي دي، همدا لامل دى چې بيه يې دومره زياته ده.

له دې جوګرز (ورزشي بوټان) پرته نور هم ځينې داسې ورزشي بوټان مارکيټ ته وړاندې شوې دي، چې بيه يې ډېره زياته ده. په دې کې ايکس ډيور (xDior) هم يو له ګرانبيه بوټانو څخه دي، چې ١٤ زره پاونډه بيه لري.

همدا راز د مشهور برانډ ګوچي يو ډول بوټان په مارکيټ کې شته چې ١٠٧٠ پاونډه بيه لري او د جرمني د يو شرکت له لوري جوړ شوي ورزشي بوټان بيا ٣٨٥٥ پاونډه بيه لري.

دا ټول هغه ورزشي بوټان يا جوګرز دي، چې په نړۍ کې ګرانبيه دي، خو د دې د دومره لوړ قيمت سره سره بيا هم مينه وال لري او هغوى يې اخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

ټيفني ټرمپ

د ټرمپ لور په سپينه ماڼۍ کې په وروستۍ ورځ کوژده وکړه

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې نن يې ولسمشري پاى ته ورسېده او له دې …