کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / خوشبخته او که بدبخته؛ بيټکوين يې ٢٢٠ ميليونه ډالرو ته رسېدلي، خو پاسورډ ترې هېر دى
سټيفن توماس

خوشبخته او که بدبخته؛ بيټکوين يې ٢٢٠ ميليونه ډالرو ته رسېدلي، خو پاسورډ ترې هېر دى

په سان فرانسيسکو کې د يو سړي د بيټکوين ارزښت ٢٢٠ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلى دى، خو له هغه څخه د خپل اکاونټ پاسورډ هېر دى.

د بيټکوين د يوې سيکې بيه په دې وروستيو کې ډېره په چټکۍ پورته لاړه او نن څه کم ٣٤ زره امريکايي ډالرو ته رسېدلى دى.

د نيويارک ټايمز وېبپاڼې د راپور په وېنا، په جرمني کې زېږېدلى سټيفن توماس چې په سان فرانسيسکو کې ژوند کوي او يو پروګرامر دى، يوازې دوه چانسه نور لري، چې د خپل ٢٢٠ ميليونه امريکايي ډالرو ته لاسرسى پېدا کړي.

سټيفن توماس په خپل اکاونټ کې ٧٠٠٢ بيټکوين لري، چې د هغې پاسورډ يې په يو کوچني سپين کاغذ ليکلى و، چې د دې هارډ ډرايو د خلاصولو لپاره پکار دى، خو له هغه څخه اوس دا کاغذ هېر دى، چې چېرته يې ايښى و.

په دې وروستيو کې د بيټکوين بيه ډېر په چټکۍ سره پورته شوه، بلکې په تېره يوه مياشت کې له شل زره امريکايي ډالرو څخه هم پکې ډېر زياتوالى راغلى دى.

په راپور کې زياته شوې، خو اوس د سټيفن سره مشکل دا دى چې هغه خپل پاسورډ يو کال مخکې چېرته ايښى و، هغه ترې هېر دى. د بيټکوين اکاونټ يو کس ته لس ځلې دا چانس ورکوي، چې پاسورډ ورکړي او که لس ځلې يې غلط پاسورډ ورکړ، نو اکاونټ يې د تل لپاره بندېږي او پېسې يې له لاسه ځي.

سټيفن ٨ ځلې هغه پاسورډونه کارولي دي، چې نوموړى يې تر ډېره کاروي، خو ټول غلط دي. هغه وايي، په بستره کې به مې په دې اړه فکر کاوه او بيا به د کمپيوټر خواته د يوې نوې ستراتيژۍ سره ورتللم، خو هر ځل ناکامه شوم.

په دې څو مياشتو کې هغه کسان چې بيټکوين لري، ډېر په چټکۍ سره يې ډېر شتمن کړل.

په راپور کې راغلي، خو د بيټکوين د اکاونټ سيکيوريټي دومره سخته ده چې په هېڅ ډول دا نه شي خلاصېدى. سټيفن توماس اوس دې ته په تمه دى، چې داسې يوه لاره پېدا کړي چې خپل اکاونټ ته لاسرسى پېدا کړي.

هغه يوازې دوه ځل نور دا چانس لري چې خپل پاسورډ ورکړي او که دوه ځل نور يې هم غلط پاسورډ ورکړ، نو هغه به د ٢٢٠ ميليونه امريکايي ډالرو څخه لاس ووينځي.

Loading...

دا هم ولولئ

د چورلکې په څېر الوتونکی موټر جوړېږي + ویډیو

د امریکې د موټر جوړولو یو شرکت د یو داسې موټر جوړولو باندې کار پیل …