په نړۍ کې تر د پېغام رسونې لپاره تر ټولو مشهور اپليکېشن وټساپ په خپله پالېسۍ کې تر بدلون وروسته ډېرى کاروونکي له لاسه ورکړي دي او نورو اپليکېشنونو ته يې مخه کړې ده.
تازه د ټيليګرام مسينجر اعلان کړى دى، چې د دوى کاروونکي له ٥٠٠ ميليونو څخه پورته شوي دي او دا هغه کسان دي چې په باقاعدګۍ سره ټيليګرام کاروي.
دوى په خپل ټويټر اکاونټ کې ليکلي دي، چې په تېرو ٧٢ ساعتونو کې ٢٥ ميليونه نوو کسانو ټيليګرام کې اکاونټونه جوړ کړي دي، چې ٣٨ سلنه يې له اسيا، ٢٧ سلنه يې له اروپا او ٢١ سلنه يې له لاتين امريکا څخه راغلي دي.
Telegram surpassed 500 million active users. 25 million new users joined in the last 72 hours: 38% came from Asia, 27% from Europe, 21% from Latin America and 8% from MENA. https://t.co/1LptHZb9PQ
— Telegram Messenger (@telegram) January 12, 2021
دا په يقيني ډول هغه کسان دي، چې د وټساپ د نوې پالېسۍ په غبرګون کې يې وټساپ پرېښى دى او ټيليګرام ته يې مخه کړې ده.
له ټيليګرام پرته دوه نور اپليکېشنونو چې د وټساپ د نوې پالېسۍ راتللو نه وروسته يې په چټکۍ سره کاروونکي زياتېږي، هغه يو سګنال او بل بيپ دى.
بيپ بيا د ترکيې له لوري جوړ شوى اپليکېشن دى، چې د پېغام رسونې د برخې لپاره ځانګړى دى، همدا راز سګنال هم بيا د وټساپ په څېر اپليکېشن دى.
د يادولو وړ ده چې وټساپ دوه ميليارده کاروونکي لري، خو په دې وروستيو کې يې نوې پالېسي اعلان کړې ده، چې په هر کاروونکي يې منل لازمي دي او که يې څوک ونه مني، نو اکاونټ به يې ډيليټ کېږي.
د وټساپ د نوې پالېسۍ له مخې، دوى به د خپلو کاروونکو ټول معلومات د فېسبوک تر څنګ له نورو شرکتونو سره هم شريکوي.