کورپاڼه / هنر او کلتور / فرزانه ناز په هند کې څه کوي؟
فرزانه ناز

فرزانه ناز په هند کې څه کوي؟

د افغانستان مشهوره سندرغاړې فرزانه ناز له څه وخت راهيسې په هند کې ده، چې په ټولنيزو رسنيو کې خپل تازه عکسونه او ويډيوګانې له هغه ځايه خپروي.

نوموړې چې مخکې يې يوازې سندرې ويلې، اوس يې په خپل اکاونټ کې د ممثلې يا اداکارې ټکى هم زيات کړى دى او داسې ښکاري چې په هند کې يې اداکاري هم پيل کړې ده.

هغه چې په انسټاګرام کې هره ورځ خپل تازه عکسونه خپروي، په هند کې يې ډېره بېباکه بڼه خپله کړې ده.

يو تازه عکس چې فرزانه ناز په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپور کړى دى، د ګوا د سمندر په غاړه اخيستل شوى دى، چېرته چې هغه په شګو کې ناسته ده. خو په دې عکس کې د هغې مټې او پنډۍ بربنډې دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by naz⭐️ (@farzananazofficial)


په يو بل عکس کې فرزانه ناز ليدل کېږي، چې په هند کې د کوم مارکيټ مخې ته ولاړه ده او تور او سپين کالي يې اغوستي دي، خو په دې عکس کې هم د هغې ټولې پنډۍ ليدل کېږي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by naz⭐️ (@farzananazofficial)


فرزانه ناز يو بل عکس بيا د نوي کال پر مهال په انسټاګرام کې خپور کړى دى، چې د دې عکس سره تېر ٢٠٢٠ کال ته مخه ښه ويلې ده او ٢٠٢١ کال ته يې هرکلى ويلى دى.

له دې عکس سره نوموړې دا هم ليکلي دي، چې د پخواني وخت دروازه يې بنده کړه او د راتلونکې دروازه يې خلاصه کړه. هغه وايي، اوږده ساه مې واخيسته او د ژوند نوى پړاو مې پيل کړ.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by naz⭐️ (@farzananazofficial)


د فرزانه ناز له عکسونو او ويډيوګانو څخه داسې معلومېږي، چې هغې په هند کې اداکارۍ ته مخه کړې ده او ښايي په کوم فلم يا سريال کې راڅرګنده شي، خو نوموړې په واضحه ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by naz⭐️ (@farzananazofficial)


فرزانه ناز تر دې مخکې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې اوسېده، چې له هغه ځايه د هند ممبۍ ته تللې ده او تر ډېره پورې د هند په ممبۍ کې وه، خو اوس تازه بيا د هند ګوا ښار ته تللې ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by naz⭐️ (@farzananazofficial)

Loading...

دا هم ولولئ

پاريش راول او اکشى کمار

اکشى کمار او پاريش راول د OMG دويم فلم جوړوي

په ٢٠١٢ کال کې د هندي سينما مشهور فلم OMG يا Oh My God نندارې …