د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په ټولنيزو رسنيو کې يو تازه عکس خپور کړى دى او وايي چې د ژوند هدف مو خوشحاله اوسېدل دي.
راشد خان چې په اسټراليا کې د بيګ باش سياليو کې د اډيليډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېده، خپله وروستۍ لوبه يې دوه ورځې وړاندې ترسره کړې ده او متحده عربي اماراتو ته روان شوى دى.
هغه په دې اړه يو ټويټ هم کړى و، چې له اسټراليا څخه يې مننه کړې وه او ويلي يې و، چې ژر به بېرته راستون شي.
راشد خان چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر فعال دى او خپل تازه عکسونه خپروي، په ټويټر او انسټاګرام کې يې يو بل تازه عکس خپور کړى دى.
View this post on Instagram
په عکس کې ليدل کېږي، چې هغه د کښتۍ په په مخه برخه کې، تر کښتۍ چلونکي هم مخکې ناست دى، تورې عينکې يې په سترګو دي او مسکى دى.
نوموړي له دې عکس سره ليکلي دي، چې زموږ د ژوند هدف خوشحاله اوسېدل دي.
The purpose of our lives is to be happy 💙😊 pic.twitter.com/s3gfPdc0Cd
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) January 13, 2021
په انسټاګرام اکاونټ کې د راشد خان دا عکس بيا په يو ساعت کې ٦٣ زره کسانو خوښ کړى دى. دا عکس راشد خان د اسټراليا په سډني کې اخيستى دى.
د يادولو وړ ده چې راشد خان د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو لپاره د افغانستان په لوبډله کې شامل دى، چې دا سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
بلخوا نوموړى د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) شپږم پړاو سياليو ته هم د لاهور قلندرز لوبډلې اخيستى دى، چې دا سيالۍ د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه په پاکستان کې پيلېږي.