د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حسن علي وايي چې مېرمن يې حامله ده او ژر به درې شي. هغه وايي چې د مېرمنې سامعه سره مینه او له هغې پرته د ژوند تصور هم نه شي کولی.
حسن علي په انسټاګرام کې له خپلې ښځې سره یو عکس خپور کړی دی.
نوموړي له دې عکس سره لیکلي دي، چې زموږ په ژوند کې یو بدلون راروان دی، دا حېرانوونکې ده چې د حمل پر مهال د ښځې بدن له څومره بدلونونو څخه تېرېږي.
حسن علي خپلې ښځې سامعې ته لیکلي دي، ستا شتون له ما یو ښه انسان جوړوي، ستا د مینې او ملاتړ پرته د ژوند تصور هم نه شم کولی.
View this post on Instagram
حسن علي په خپل دې پوسټ کې ډېر ژر به درې شو هشټاګ هم کارولی دی.
له حسن علي نه ډېر مخکې د هغه مېرمن سامعه په انسټاګرام کې یو عکس خپور کړی و او لیکلي يې و، چې زما ورځ هر څومره هم خرابه وي، خو کله چې د ماشوم حرکت محسوس کړم نو هر څه سم شي.
د یادولو وړ ده چې پاکستاني کرکټر حسن علي د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۲۰مه نېټه د هندۍ سامعه سره په دوبۍ کې واده کړی و. دواړه له واده وروسته هم په دوبۍ کې ژوند کوي.