کورپاڼه / ليکنې / د اوتو (استري) ساتنه او پاکول شونی دی، خو څنګه؟

د اوتو (استري) ساتنه او پاکول شونی دی، خو څنګه؟

د اوتو یا استري ساتنه او په منظم ډول یې پاکوالی ځکه اړین وي، چې د اوتو بېخ ته ګردونه راټولېږي او په دې ډول جامې ناولې کوي. د سیدتي اخبار د لیکنې له مخې د اوتو د پاکولو او ساتنې په اړه ځینې لارښوونې بیان شوي، چې یوه لارښوونه یې د سوډا کارول دي.

  • دوه کاچوغې د اوړو سوډا به راواخلئ او له دوه کاچوغو اوبو سره به یې ګډه کړئ، بیا به همدغه ترکیب راواخلئ او د کاچوغې په وسیله به یې په اوتو ووهئ او د لږ ځنډ وروسته به یې په لنده ټوټه پاک کړئ. دغه راز لږ مالوچ به واخلئ په اوبو کې به یې ډوب او وزبښئ، بیا به همدغه مالوچ د اوتو په لاندینیو سوریو کې کېږدئ، ترڅو له سوډا څخه په بشپړ ډول سره پاک شي.

د اخبار په وسیله یې هم پاکولی شئ:

له هر څه دمخه دست کشي یا دستانې په لاس کړئ، ترڅو لاس مو له تپ څخه وساتل شي، بیابه اوتو ګرم کړئ او د اخبار په وسیله به یې پاک کړئ.

د سرکې په وسیله:

د سرکې په وسیله د اوتو پاکول هم ګټور تامېږي. ددې لپاره به یو دست پاک راواخلئ او په سپینه سرکه به یې لوند کړئ، بیا به یې په اوتو ووهئ، نو اوتو به پاک ستره شي. دغه راز د سرکې په وسیله یوه بله طریقه هم بیان شوې او ویل شوي چې یو دست پاک به په سرکه کې لوند او وزبښئ او بیابه تر ۳۰ پورې یخ اوتو ورباندې کېږدئ او له دې وروسته به یې په وچه ټوټه پاک کړئ.

د لوښو شامپو یا ظرف شویي:

ویل کېږي چې د لوښو شامپو هم د اوتو په پاکولو کې ګټوره تمامېدلی شي. ددې لپاره به په یوه پیاله اوبو کې څو څاڅکي د لوښو شامپو واچوئ او ښه به یې سره ګډ کړئ، بیابه یوه ټوټه په همدې ترکیب لږ غوندې لنده کړئ او اوتو به پرې پاک کړئ.

مالګه هم ډېری وخت د پاکولو لپاره استعمالېږي:

په یو کاغذ به لږه اندازه مالګه وشیندئ او په ګرم اوتو به یې تېر کړئ او په دې ډول خپل اوتو پاک کړئ.

دا هم ولولئ

ښځه او سړى

په لومړي نظر نارینه په ښځو کې څه ویني؟

ارواپوهنه د انساني تجربو په مطالعه او د انساني دماغو د مختلفو احساساتو، جذباتو او …