کورپاڼه / روغتيا / کوم ډول سرکه د روغتیا لپاره غوره ګڼل کېږي؟

کوم ډول سرکه د روغتیا لپاره غوره ګڼل کېږي؟

سرکه په عموم کې په هر یو کور کې موندل کېږي، چې د غوړیو او قالینې په پاکولو او د داغونو د له منځه وړلو لپاره استعمال کېږي. خو سرکه یوازې ذکر شوې ګټې نه لري، بلکې په سلاد او اچار کې هم ددې لپاره استعمالېږي، ترڅو یې خوند ښه او بهتره شي.

د بولډ سکایي نیوز د راپور له مخې ویل کېږي چې هر څوک له سپینې سرکې سره بلدتیا لري او په بازارونو کې د سپینې سرکې سربېره د بالسمیک سرکه، د مڼې سرکه او نورې مختلفې سرکې هم موندل کېږي.

د کوپرې، خرما او شاتو څخه تیاره شوې سرکه:

د سرکې په ټولو ډولونو کې چې ترټولو ډېره مشهوره سرکه سپینه سرکه او د مڼې سرکه ده. په عموم کې د ایسټیک اسید د بکټریا په وسیله د ایتنول د پیدا کولو لپاره خوږه مایع په خمیر بدلوي او په همدې ډول ترې سرکه جوړوي، چې کوپرې، ورېژو، خرما او د شاتو په ګډون ډېر نور توکي هم ور پکې استعمالېږي. خو روغتیایي کارپوهان یې د استعمال په اړه وایي، چې سرکه باید له اوبو څخه په ډېره اندازه وکارول شي. نو راځئ چې نن ورځ د سرکې د ګټو او تاوانونو په اړه دا لیکنه ولولو.

د مڼې سرکه:

د مڼې سرکه په عموم کې د مڼې له جوسو څخه تیارېږي. یعنې لومړی د مڼې جوس ایشول کېږي او بیا له څو مرحلو څخه تېرېږي. دغه راز د مڼې سرکه ژېړ رنګ لري، چې په سلاد، چکنۍ، اچار او نورو توکو کې د استعمال وړ ګرځي. د د مڼې د سرکې د ګټو په اړه ویل کېږي، چې د شکر کچه کنټرولوي او د هضم د ښه والي لپاره هم استعمالېږي، چې ځینې ګټې یې دلته بیانوو:

  • وزن کموي
  • د معدې تېزابیت ختموي
  • کلیسټرول کموي
  • د ستوني سوخت ورکوي
  • د زړه لپاره ګټور وي
  • د میتابولیزم عملیه تېزوي
  • د هایدروجنو سطحه ښه کوي.
  • د پوستکي د ښه والي سبب کېږي

ناوړه اغېزې:

د مڼې سرکه هغه وخت زیانمنه تمامېږي، کله چې له اړتیا ډېره وکارول شي، چې اغېزې یې دلته بیانوو:

  • معده زیانمنوي
  • اشتها له منځه وړي
  • ژامه خرابوي
  • که ځانته استعمال شي، په ستوني کې زخم رامنځته کوي.
  • د شکر او متیازو اړوند درملو سره زیانمنه تمامېږي.

د ورېژو سرکه:

د ورېژو سرکه ترټولو پخوانۍ سرکه ګڼل کېږي، چې د روغتیا اړوند له ډېر شهرت څخه برخمنه نه ده او عموماً په سپینه، سره او تورو رنګونو کې موندل کېږي، چې په جوړښت کې یې ایسټک اسید او امینو اسید شتون لري. که چېرته په زیاته اندازه استعمال شي، غاښونو ته زیانمن تمامېږي، خو په مناسب اندازه یې کارول لاندې ګټې لري:

  • هضم ښه کوي
  • ستړیا او ناهیلي له منځه وړي
  • دفاعي سیستم ځواکمنوي
  • د زړه او ځیکر لپاره ګټوره وي.

بلسمیک سرکه:

بلسمیک چې په عام ډول د خړې سرکې په نوم سره پېژندل کېږي، له بې رنګو انګورو څخه جوړېږي، چې د نورو سرکو په پرتله له مایع یا خمیر څخه نه، بلکې د انګورو له اوبو څخه تیارېږي. ویل کېږي چې د بلسمیک سرکه د ستوني او د خېټې د ستونزو سربېره ځینې ګټې هم لري، چې په لاندې ډول به یې بیان کړو:

  • د سرطان خطر کموي
  • د زړه د حملې خطر کموي
  • دردونه آراموي
  • د لوږې احساس کموي.

د ګنیو سرکه:

لکه څنګه چې له نوم څخه یې معلومېږي، د ګنیو سرکه له ګنیو څخه تیارېږي او په عموم کې د فیلپین په هیواد کې ډېره کارول کېږي، چې خوند یې خوږ هم نه دی، راځئ چې ګټې یې ولولو:

  • پوستکی ښه ساتي
  • لوړ شکر کنټرولوي

اغېزې:

د ګنیو ډېر استعمال د بې خوبۍ، د خېټې خرابي، چکر خوړل، د سر درد او د وزن کمول رامنځته کوي. دغه راز وینه په وړو وړو ذرو ویشي.

Loading...

دا هم ولولئ

د اینځرو حیرانوونکې ګټې

موږ ټول په دې پوهېږو چې الله ج انسان بې شمېره نعمتونه وربخښلي، چې په …