کورپاڼه / روغتيا / د ارهنډو (کاسټرو) تېل په ۱۰ ورځو کې دننه ویښتان راشنه کوي

د ارهنډو (کاسټرو) تېل په ۱۰ ورځو کې دننه ویښتان راشنه کوي

د کاسټرو تېل یا د ارهنډو تېل د پېړیو راهیسې استعمالېږي، چې د ګڼو روغتیایي ګټو سربېره د پوستکي اړوند ګټې هم لري او د پوستکي د ښکلا او د ویښتانو د ډېرېدو سبب کېږي. دغه راز د ارهنډو د تېلو په اړه ویل کېږي، چې ذکر شوي تېل د انټي بکټریاوو او د انټي انفلامینټري ځانګړتیاوو درلودونکي وي، چې په مختلفو توکو، صابون، د مساج په تېلو او درملو کې هم استعمالېږي.

د ارهنډ تېل د دفاعي سیستم د قوت سبب کېږي، له زړه څخه ټول بدن ته د وینې دوران تېزوي او د مختلفو ستونزو د حل لپاره یوه طبیعي او ارزانه درملنه ده، چې ډېر خلک یې له ګټو ناخبره دي.

بله خوا ډېری نارینه او ښځینه د ویښتانو د توییدو په سبب د پریشانۍ ښکار وي، چې د مخنیوي لپاره یې له بېلابېلو لارو چارو څخه کار اخلي، خو د خوشحالۍ زېری دا دی چې د ارهنډو تېل یې په لسو ورځو کې دننه ذکر شوې ستونزه حلوي.

  • د ارهنډو تېل به راواخلئ او خپل سر به پرې ښه مساج کړئ، چې په پایله کې به د نوي ویښتانو د شنه کېدو سبب وګرځي او د اوږدېدو او قوت کېدو لامل به یې شي.

  • د بادامو او چارمغزو تېل به ۵۰ ملي لیتره راواخلئ او له ۲۵ ګرامو د ارهنډو تېل سره به یې ګډ کړئ او په ورځني ډول به له اتو څخه تر لسو څاڅکو پر خپل مخ ووهئ او مساج به یې کړئ، نو په دې ډول به مو مخ ښکلی او داغونه به یې ورک شي.

  • د اوړو سوډا او د ارهنډو تېل به یو ځای کړئ او پخپلو ګوتو به یې ووهئ، نو په دې سره به یې داغونه ورک شي.

  • کله نا کله پر مخ دانې راخېژي، نو ددې لپاره چې دانې مو خاتمه ومومي، په منظم ډول سره د ارهنډو تېل استعمال کړئ.

  • که د خېټې اړوند ستونزې یا ګیس لرئ، نو د ارهنډو تېل ګرم کړئ او خېټه مو مساج کړئ.

  • کله چې مچۍ وچیچلئ یاهم د زخم په سبب د درد سره مخ شوئ، د ارهنډو په تېلو یې غوړ کړئ.

دا هم ولولئ

آیا د ورزش نه کولو له اغېزو خبر یاست؟

ورزش یا سپورټ کول د صحت مندانه او روغ ژوند لپاره اړین وي، خو پوښتنه …